پوتین: د واشنګټن لېوالتیا ګرینلېنډ ته نوې نه ده، بلکې ۱۸۶۰ کاله پورې رسېږي
- سرچینه
- Jan 20
- 1 min read
ولادیمیر پوتین په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو باندې خپره شوې ویلي د امریکا ادارې په ۱۸۶۰م کال کې د ګرینلېنډ او ایسلېنډ په یوځای کولو باندې غور کاوه. خو دغې نظریې هغه و خت د کانګرس ملاتړ راخپل نه کړ.
پوتین وايي، کله چې امریکا په ۱۸۶۸ کال کې الاسکا واخېستله، په دې معاملې د امریکا په ورځپاڼو کې په پراخه توګه ملنډې وهل کېدې او «لیونتوب»، «یخچال» او «د قطبي خرسونو باغ» یې باله.
بل ځل په ۱۹۱۰ کال کې یو درې اړخیزه تړون تیار شوی و چې پکې د امریکا، جرمني او ډنمارک ترمنځ د سیمو تبادله کې ګرینلېنډ امریکا ته رسېده. خو بیا هغه تړون د دوهمې نړیوالې جګړې له امله پاتې شو. امریکا هغه وخت پکې یوه پوځي هډه جوړه کړه چې له نازیانو څخه یې وساتي.
پوتین زیاتوي، که په لنډه یې ووایم امریکا ګریلېنډ ته جدي پلان لري.





Comments