واشنګټن پوسټ: ټرمپ په منځني ختیځ کې د سولې خبرې کوي، په داسې حال کې چې د ایران پر ضد د جګړې چمتووالی نیسي
- سرچینه
- 2 days ago
- 7 min read

په واشنګټن کې د سولې د خبرو او په منځني ختیځ کې د جګړې د ډول وهلو ترمنځ دا دوه ګونی انځور ځینو شنونکو او پخوانیو چارواکو ته متناقض، او بې منطقه، ښکاره شوی دی.
ولسمشر ډانالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د خپل د سولې بورډ د پرانیستې غونډې مشري وکړه، هغه دا نوی بنسټ د منځني ختیځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره جوړ کړی، او په واشنګټن کې د نړۍ راغونډو شویو مشرانو او ډیپلوماتانو ته یې وویل چې "له سولې څخه مهم څه نشته."
هغه څه چې ونه ویل شول، دا و چې ټرمپ په همدې سیمه کې د جګړې چمتووالی نیسي.
زرګونه کیلومتره لرې، متحده ایالات د جګړې پراخ تجهیزات راټولوي.
امریکایي چارواکو ویلي چې د ټرمپ اداره به ډېر ژر چمتو شي چې دا ځواک د ایران پر ضد د اوږدې جګړې لپاره وکاروي، سره له دې چې د منځني ختیځ په یوې بلې جګړه کې د ښکېلتیا خطر شته.
امریکا ښايي د همدې اوونۍ په پای کې پر ایران برید وکړي، که څه هم چارواکي خبرداری ورکوي چې ولسمشر لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
ټرمپ د سولې بورډ په غونډه کې د ایران د مشرانو په اړه وویل: “دوی باید هوکړه وکړي.” هغه زیاته کړه چې که داسې ونه کړي، “بدې پایلې به وي.”
د جمعې په سهار، په سپینه ماڼۍ کې د ایالتونو له واليانو سره د ناشتې پر مهال، ټرمپ داسې ښکاره کړه چې یوه لاره ښايي پر ایران محدود برید وي. ټرمپ خبریالانو ته وویل: "ګومان کوم ویلی شم چې زه دا موضوع ارزوم."
د جمعې په سهار، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې تمه لري ایران به "په راتلونکو دوو یا درېیو ورځو کې" د هوکړې مسوده چمتو کړي.
د ایران دریځ:
عراقچي د MS NOW په مارننګ جو پروګرام کې په مرکه کې وویل، وروسته له دې چې "زما مشران" یې تایید کړي، دا وړاندیز به امریکایي مذاکره کوونکو ته وسپارل شي او "ښايي په یوه اوونۍ کې جدي خبرې پیل کړو او هوکړې ته ورسېږو."
کله چې له عراقچي څخه وپوښتل شول چې د امریکا د راپورونو له مخې ښايي امریکایي برید نږدې وي، هغه وویل "هیڅ ډول ضربالاجل نشته" خو دواړه لوري د "چټکې هوکړې" غوښتونکي دي.
تناقض:
په واشنګټن کې د سولې خبرې او په منځني ختیځ کې د جګړې ډولونو دا دوه ګونی انځور ځینو شنونکو او پخوانیو چارواکو ته متناقض ښکاره شوی دی.
روزمري کلانیک، چې د "دفاعي لومړیتوبونو" د منځني ختیځ پروګرام مشره ده، وویل ټرمپ "په دې مهال په منځني ختیځ کې د سولې تر ټولو لوی ګواښ دی، ځکه چې هغه د ایران د ګواښ لپاره یوه ستره پوځي قوه راټولوي."
د ولسمشر د بهرنۍ پالیسۍ ملاتړو ته، د جګړې ګواښونه یوازې دا ښيي چې د ټرمپ اداره د سولې د تضمین لپاره تر کومه حده تګ ته چمتو ده.
جېسن ګرینبلاټ، چې د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د منځني ختیځ لپاره د سپینې ماڼۍ استازی و، وویل: "دلته هېڅ تضاد نشته. ډیپلوماسي هغه وخت ښه کار کوي چې د باور وړ مخنیوي ځواک یې ملاتړ وکړي."
ګرینبلاټ وویل: "د خبرو اترو ته چمتووالی او د جدي اقدام وړتیا ښودل د سولې تعقیب کمزوری کوي نه، بلکې پیاوړی کوي. دا ګډوډ پیغام نه دی دا د ځواک له لارې ثبات دی."
د ډیموکراټانو غبرګون:
ډیموکراټو د ټرمپ په سولې بورډ په دې نیوکه کړې چې دا یو ځان ستایونکی اقدام دی، او ویلي یې دي چې تر اوسه ډېر استبدادي مشران ورسره یو ځای شوي، په داسې حال کې چې دودیز امریکایي متحدین د دې ابتکار د حدودو، ساحې او بودجې په اړه پوښتنې لري.
د امریکا له نیو همشیر ایالت څخه سناتوره جین شاهین، چې د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې مخکښه ډیموکراته ده، په یوه بیان کې وویل: "زه هر هغه ولسمشر هرکلی کوم چې غواړي نړۍ ته سوله راولي، خو عملونه تر خبرو ډېر مهم دي." هغې زیاته کړه چې ټرمپ "په څو هېوادونو کې بریدونه کړي او اوس د ایران ساحل ته یوه ځواک راټولوي، بې له دې چې امریکایي خلکو یا کانګرس ته روښانه ستراتیژي وړاندې کړي."
ټرمپ لږ وضاحت ورکړی چې ولې امریکا باید همدا اوس پر ایران برید وکړي یا دا به د هغه د "امریکا لومړی" لید سره څنګه برابر شي.
ټرمپ په جنورۍ کې د ایران پر ضد د اقدام ګواښ کړی و، او ویلي یې وو چې د ایران د پراخو لاریونونو ملاتړ کوي چې د دولت له سخت ځپلو سره مخ شوي وو. خو دغه لاریونونه تر ډېره پای ته رسېدلي دي.
د پوهانو دریځ:
اېرن ډېوېډ مېلر، چې پخوانی امریکایي مذاکره کوونکی دی او د دواړو ګوندونو ادارو ته یې سلا ورکړې، وویل احتمال کم دی چې د ټرمپ په ذهن کې د سولې بورډ او د جګړې ګواښ ترمنځ تضاد وي.
مېلر وویل ټرمپ د "امریکایي پوځي ځواک له پراخ ښودلو" څخه کار اخلي څو د هغه څه پر وړاندې اقدام وکړي چې ډېر خلک یې د منځني ختیځ د ثبات تر ټولو لوی خنډ ګڼي یعنې ایران.
کارپوهان له اوږدې مودې راهیسې د ټرمپ د سولې جوړونکي او جګړه غوښتونکي دوه ګوني رول له امله حیران دي. که څه هم ټرمپ په لومړۍ دوره کې د "پای نه لرونکو جګړو"د ختمولو ژمنه کړې وه، خو په ۲۰۲۰ کال کې یې د ایران د جنرال قاسم سلیماني د وژلو امر ورکړ او د "ډانالډ سولیز" تصور پای ته ورسېد.
په دوهمه دوره کې، ټرمپ له نیم درجن څخه زیاتو هېوادونو کې پوځي بریدونه کړي په دې کې د ایران اټومي تاسیساتو باندې هغه بریدونه هم شامل دي چې د لومړي ځل لپاره امریکا مستقیم د ایران ځواکونه په نښه کړل.
هغه حتی د ګرینلینډ د کنټرول د هدف لپاره د ډنمارک پر ضد هم د پوځي اقدام اشاره کړې، چې دا د ناټو اروپایي متحد دی،.
خو ټرمپ همدارنګه د سولې جوړولو سره لېوالتیا ښودلې، چې ښايي د نوبل د سولې جایزې د ترلاسه کولو اوږدمهاله هیله یې لامل وي.
ټرمپ ادعا کړې چې "اته جګړې" یې پای ته رسولي، او نهمه د روسیې د اوکراین یرغل به هم ژر پای ته ورسېږي، لږ تر لږه د هغه د پنجشنبې د خبرو له مخې.
د "سولې بورډ" په لومړي سر کې د غزې په تړانګه کې د پایدارې سولې د ټینګښت او د ویجاړې شوې سیمې د بیا رغونې تمرکز لري. دا د شل ټکو د سولې پلان برخه ده چې هدف یې د حماس او اسراییلو ترمنځ شخړه ختمول او فلسطیني سیمه روښانه راتلونکي ته بیول دي.
د سولې پلان، چې تر ډېره یې د غزې ویجاړونکي اسراییلي بریدونه پای ته ورسول، وروسته له هغې رامنځته شو چې سټیو وټکاف او د ټرمپ زوم جیرډ کوشنر یوه هوکړه وکړه چې له مخې یې حماس پاتې یرغمل خوشې کړل چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه بریدونو کې نیول شوي وو.
اوس وټکاف او کوشنر له ایران سره پر خبرو تمرکز کوي چې موخه یې تر ډېره د هغه د اټومي وسلو پروګرام پای ته رسول دي.
که څه هم د فبرورۍ په پیل کې په عمان کې د خبرو لومړي پړاو ځینې هیلې راپارولې وې، خو د سېشنبې په ورځ په ژنیو کې خبرې بې له کوم پرمختګه پای ته ورسېدې.
بهنام بن طالبلو، چې په واشنګټن کې د "دیموکراسۍ د دفاع بنسټ" د ایران شنونکی دی، وویل: "ښکاره ده چې ټرمپ په منځني ختیځ کې ثبات او سوکالي د امریکایي پالیسۍ بنسټ ګڼي، خو د غزې او ایران لوری به دا پلانونه له ستونزو سره مخ کړي."
هغه زیاته کړه: "دا چې حماس څنګه بېوسلې کېږي او په تهران کې د رژیم د کمزوري کولو لګښتونه به د ادارې محدود سیاسي پانګه بوخته کړي."
تهران له اوږدې مودې راهیسې د حماس او نورو نیابتي ډلو ملاتړ کړی چې د اسراییلو او امریکایي ګټو لپاره ګواښ ګڼل کېږي. د ایران حکومت ویلي که پرې برید وشي، ټول امریکایي ځواکونه به د غچ اخیستنې مشروع هدفونه وي په دې کې خلیجي هېوادونه هم شامل دي چې د هغوی شتمني او ملاتړ د غزې د بیا رغونې لپاره حیاتي ګڼل کېږي.
عربي خلیجي هېوادونه ښايي "د ایران او امریکا ترمنځ په جګړه کې اسانه هدفونه یا حتی ناخواسته زیانمن شي".
جوسټ هیلټرمن چې د نړیوال بحران ډلې د منځني ختیځ کارپوه دی وویل. هغه د قطر، بحرین او متحده عربي اماراتو په ګډون هېوادونو کې د امریکایي ځواکونو لوی حضور ته اشاره وکړه.
ځینې دغه هېوادونه د دې قانع کولو کې مهم وو چې ټرمپ په جنورۍ کې پر ایران برید ونه کړي، ځکه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو اجازه ورنه کړه چې د هغوی فضا د پوځي اقدام لپاره وکارول شي او د نورو خبرو غوښتنه یې وکړه.
د ټرمپ لوړپوړي ملي امنیت سلاکاران د چهارشنبې په ورځ په "سچوېشن روم" کې سره راټول شول څو د ایران وضعیت وڅېړي، د یوه امریکایي چارواکي په وینا چې د حساسو خبرو د یادولو لپاره یې د نوم نه ښودلو غوښتنه کړې وه.
دغه چارواکي وویل چې د مارچ تر نیمایي پورې به ټول امریکایي ځواکونه په سیمه کې بشپړ ځای پر ځای شي. له ایران څخه غوښتل شوي چې په دوو اونیو کې دننه د امریکایي اندېښنو د حل لپاره لیکلی وړاندیز وړاندې کړي، خو تر اوسه یې نه دی کړی.
هیلټرمن وویل ټرمپ "د خبرو ملاتړی دی، خو په پای کې بېصبره هم دی." هغه زیاته کړه چې د تاوتریخوالي ګواښ ښايي "د امریکایانو د چنو ځواک زیات کړي، خو له بلې خوا هغه لا ډېر ګوښه کوي.”
ښايي د خبرو لپاره لږ وخت پاتې وي. الوتکهوړونکې بېړۍ USS Gerald R. Ford او ورسره مل بېړۍ یې په مدیترانې سمندر کې دي، او له دوهمې بېړۍ سره یو ځای شوي چې مخکې له دې په سیمه کې وه. په وروستیو اوونیو کې ستر پوځي تجهیزات، په دې کې پرمختللې F-35 پټې جنګي الوتکې هم شاملې دي، ځای پر ځای شوي دي.
ټرمپ ډېر ځله هڅه کړې چې د جګړې او سولې ترمنځ منځنۍ لاره د لنډو او چټکو پوځي اقداماتو له لارې غوره کړي. هغه تېر کال د یمن د حوثي یاغیانو پر ضد د دوو میاشتو بمبارۍ وروسته بریا اعلان کړه، که څه هم ډله لا پاتې وه. سږ کال په وینزویلا کې، امریکایي ځانګړو ځواکونو د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو لپاره ناڅاپي عملیات ترسره کړل، خو رژیم یې پر ځای پاتې شو.
مېلر وویل ټرمپ "تر بل هر وخت زیات د امریکایي پوځ په وړتیا، هوښیارۍ او تاکتیکي نوښت باور لري." خو که څه هم کارپوهان د کاراکاس د نیمې شپې چاپې او د ایران پر وړاندې د اوږدمهالې جګړې ترمنځ توپیر ته اشاره کوي، ښايي ټرمپ ته دا مهم نه وي.
مېلر وویل: "دې سړي درې ځله پر ایران شرط وواهه، په داسې حال کې چې ټولو کارپوهانو ورته ویلي وو، مه کوه." هغه د ۲۰۱۸ کال د اټومي هوکړې پرېښودل، د ۲۰۲۰ کال د سلیماني وژنه او تېر کال د ایران اټومي تاسیساتو بریدونو ته اشاره وکړه.
مېلر وویل: "اوس هغه د خطر منلو ته چمتو دی."





Comments