top of page

میاخېل او مجاهد په افغانستان باندې د پاکستان وروستي بریدونه غندلي دي

  • سرچینه
  • 2 days ago
  • 2 min read

د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مشر او د ننګرهار پخواني والي په ننګرهار او پکتیکا باندې د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي دي.


ښاغلي میاخېل په خپلې اېکس پاڼه باندې لیکلي، افغانان هم د تروریزم قرباني دي او هم پړ دي ځکه افغانستان د انزوا په حالت کېدی او په نړیوال ستیج له خپله ځانه دفاع نشی کولی.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي دي.


مجاهد په خپلې اېکس پاڼه باندې ویلي، "پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزورۍ په همداسې جنایاتو جبرانوي."


نوموړي په خپلې اېکس پاڼه باندې لیکلي، "پاکستانۍ خاصې نظامي حلقې یو ځل بیا پر افغان خاوره تجاوز وکړ."


د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو د وزارت له مخې، دغه بریدونه یې په سرحدي سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي چې په کې د پاکستاني طالبانو او داعش اووه پټنځایونه په نښه شوي دي.


د راپورونو له مخې، دغه بریدونه، د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو، بهسودو او غني خېلو او د پکتیکا پر برمل ولسوالیو کې شوي چې پکې لسګونو ملکي کسانو ته ژوبله اوښتې ده چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.


طالبانو تر دې مخکې په افغانستان باندې د پاکستان هوايي بریدونو ته په غبرګون کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني ځواکونو باندې په ګڼو ځایونو کې سخت بریدونه کړي وو او پاکستاني سرتېرو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې وه.


ګورو به چې دا ځل افغان طالبان پاکستان ته څه ډول ځواب ورکوي؟ ایا په ممکنه ځوابي بریدونو کې به بیا هم یواځې د کرښې په اوږدو کې نښتې وشي او که به دا ځل د غچ اخېستلو کچه تر پلازمېنې اسلام اباد پورې هم ورسېږي.

 
 
 

Comments


News Text.png
bottom of page