top of page

عربستان اسرایلو ته د امریکا د سفیر څرګندونې په کلکه رد کړې

  • سرچینه
  • 1 day ago
  • 2 min read

سعودي عربستان اسرایلو ته د متحده ایالاتو د سفیر هغه څرګندونې په سختو ټکو غندلي دي چې ویلي وو پر ټول منځني ختیځ د اسرایلو کنټرول د منلو وړ دی.


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د فېبرورۍ په ۲۱ نېټه په دې اړه په یو خپور شوي بیان کې راغلي،

د سعودي "سلطنت دغه ډول بې مسولیته څرګندونې په قاطع ډول ردوي کومې چې د نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو د منشور او منل شویو ډپلوماټیکو اصولو سرغړونه بلل کېږي."


بیان زیاتوي، دغه ډول څرګندونې یو خطرناک حالت رامنځته کوي، په ځانګړي ډول ځکه چې دا د یوه امریکایي چارواکي له لوري شوې دي، او د سیمې د هېوادونو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د ښو اړیکو درناوی نه کوي.


کله چې مشهور امریکايي خبریال ټکر کارلسن د امریکا له سفر څخه پوښتنه وکړه چې تا خو د اننجېل یا جېنېسس د کتاب حواله ورکړه په کوم کې چې ابراهیم له خدایه دا زیری ترلاسه کوي چې د هغه اولادونه به د ځمکې وارثان شي چې تشریح یې له فرات څخه تر نیله پورې کېږي چې ټول منځنی ختیځ رانغاړي لکه، اسرایل، اردن، سوریه، لبنان او همدارنګه سعودي عربستان او د عراق لویې برخې پکې شاملې دي.


چې بیا هم، په بنسټیز ډول، ټول منځنی ختیځ دی. نو خدای دا ځمکه خپلو خلکو، یهودانو ته ورکړه، یا یې ورنه کړه. ته وایې چې ورکړې ده. دا څه معنا لري؟ ایا اسراییل د هغې ځمکې حق لري؟ ځکه ته د جنېسس کتاب حواله ورکوې. ایا ته وایې هماغه اصلي قباله ده؟


د امریکا سفیر په ځواب کې وايي، که هغوی ټولې واخلي هم، دا به سمه وي.


د سعودي عربستان په اعلامیه کې وړاندې راغلي، دا افراطي بیانونه جدي پایلې لرلای شي او د سیمې هېوادونه او ولسونه سره دښمنوي، چې له امله یې نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کېږي او د نړیوال نظم بنسټونه کمزوري کېږي.


بیان وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید د دغو څرګندونو په اړه خپل دریځ روښانه کړي، هغه څرګندونې چې د نړۍ د ټولو سوله‌ خوښو هېوادونو له خوا ردېږي.


د بیان په پای کې راغلي، سلطنت یو ځل بیا خپل ثابت او اوږدمهاله دریځ تکراروي او هر هغه اقدام ردوي چې د هېوادونو حاکمیت، سرحدونه او ځمکنۍ بشپړتیا کمزورې کړي.


دغه ډول دوی دا ټینګار کوي چې د عادلانه او هراړخیزې سولې یوازینۍ لاره د اشغال پای ته رسول دي د دوو دولتونو د حل پر بنسټ او د ۱۹۶۷ کال د پولو پر اساس د خپلواک فلسطیني دولت جوړول، چې ختیځ بیت‌المقدس یې پلازمېنه وي.

 
 
 

Comments


News Text.png
bottom of page