ټرمپ له ایران سره د یوې سترې جګړې پر لور نېږدې کېږي
- سرچینه
- 5 days ago
- 2 min read

انځور د اکسیوس له پاڼې اخېستل شوی
واشنګټن - د ټرمپ اداره په منځني ختیځ کې له یوې سترې جګړې سره تر هغه ډېر نږدې شوې چې ډېری امریکایان یې تصور کوي. دا جګړه ښايي ډېر ژر پیل شي.
ولې مهمه ده؟
د سرچینو په وینا، که امریکا پر ایران پوځي عملیات پیل کړي، دا به یوه پراخه، څو اوونیزه او له پوره جګړې سره ورته کمپاین وي نه لکه په وینزویلا کې چې د تېرې میاشتې محدود عملیات ترسره شول.
امریکايي رسنۍ اکسیوس خبر ورکړی چې سرچینې وایي، دا به غالباً یو ګډ امریکايي–اسراییلي کمپاین وي، چې د اسراییلو د تېر کال له ۱۲ ورځنۍ جګړې ډېر پراخ او د ایران د رژیم لپاره ډېر ښکاره خطر ولري هغه جګړه چې وروسته امریکا هم ورګډه شوه او د ایران ځمکني اټومي تاسیسات یې په نښه کړل.
دا ډول جګړه به پر ټوله سیمه ژور اغېز ولري او د ټرمپ د ولسمشرۍ پاتې درې کلونو لپاره به سترې پایلې ولري.
په داسې حال کې چې کانګرس او عامه افکار په نورو موضوګانو بوخت دي، د داسې احتمالي جګړې په اړه پراخ عام بحث نه شته هغه چې ښايي د یوې لسیزې تر ټولو مهمه امریکايي پوځي مداخله وي.
شالید:
ټرمپ د جنورۍ په پیل کې په ایران کې د زرګونو لاریون کوونکو د وژلو له امله برید ته ډېر نېږدې شوی و خو وروسته چې هغه فرصت تېر شو، ادارې دوهلارې تګلارې غوره کړې.
۱. اټومي خبرې
۲. په سیمه کې پراخ پوځي حضور
د پوځي ځواک پراخ ځای پر ځای کول دا تمه زیاته کړې چې که هوکړه ونه شي، عملیات به ډېر پراخ وي او اوس مهال، د هوکړې احتمال کم ښکاري.
وروستي پرمختګونه:
د ټرمپ سلاکارانو جېرېډ کوشنر او سټیف وېټکاف د سېشنبې په ورځ په ژنیو کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره درې ساعته خبرې وکړې.
اکسیوس لیکي، که څه هم دواړو لورو وویل چې "پرمختګ" شوی، خو اختلافات لا هم ژور دي، او امریکايي چارواکي ډېر خوشبین نه ښکاري.
مرستیال ولسمشر ونس ویلي، ټرمپ ځینې "سرې کرښې" ټاکلې چې ایران یې لا هم نه مني.
پوځي وضعیت:
امریکا اوس په سیمه کې: دوه الوتکې وړونکې بېړۍ، شاخوا لسګونه جنګي بېړۍ، سلګونه جنګي جټ الوتکې او پرمختللي دفاعي سیستمونه ځای پر ځای کړي دي.
د اکسیوس په راپور کې دا هم راغلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ نورې جنګي الوتکې (F-35، F-22، F-16) سیمې ته لېږل شوې دي. له ۱۵۰ څخه زیات پوځي باروړونکو یا کارګو الوتنو وسلې او مهمات انتقال کړي دي.
مهم ټکی:
د ایران سره کړکېچ دومره اوږد شوی چې ډېری امریکایان ورسره عادت شوي دي. خو سرچینې وایي جګړه ښايي تر تصور ډېر ژر او پراخه وي.
اکسیوس لیکي، ټرمپ د دومره پوځي او لفظي فشار وروسته، که د ایران له لوري لوی امتیاز ترلاسه نه کړي، شاته تګ ورته ستونزمن دی.
د اسراییلو حکومت چې د رژیم بدلون په ګډون پراخ اهداف غواړي د څو ورځو په دننه کې د جګړې سناریو ته چمتووالی نیسي.
ځینې امریکايي سرچینې وایي برید ښايي څو اوونۍ نور وخت ونیسي، خو نور بیا اټکل کوي چې موده لنډه کېدای شي.
د ټرمپ یو سلاکار چې نوم یې د اکسیوس په راپور کې نه دی یاد شوی ویلي:
"۹۰ سلنه احتمال شته چې په راتلونکو څو اوونیو کې پوځي اقدام ووینو."
پایله:
اوس مهال د ډیپلوماسۍ د ستر پرمختګ نښې نه لیدل کېږي. خو برعکس، داسې شواهد زیاتېږي چې ښايي جګړه نږدې وي.





Comments