ټرمپ: ایران به په یوه میاشت کې اټومي وسله ترلاسه کړې وای خو مونږ نشو کولای چې دا کار وشي
- سرچینه
- 3 days ago
- 2 min read

ولسمشر ټرمپ د سولې بورډ ته د وینا په حال کې
واشنګټن - د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل، د هغه څه پر بنسټ چې موږ موندلي، ایران به په یوه میاشت کې اټومي وسله ترلاسه کړې وای. موږ نشو کولای چې دا کار وشي.
هغه وویل، موږ باید د لبنان ستونزه حل کړو، خو دا زموږ د ترسره شوو کارونو په پرتله نسبتاً کوچنۍ موضوع ده. اصلي موضوع د اټومي وړتیا له منځه وړل دي.
ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د فېبرورۍ په ۱۹ نېټه په واشنګټن کې د ډانلډ جې ټرمپ د سولې په انسټیټیوټ کې د سولې د بورډ تر نامه لاندې په لومړنۍ جوړه شوې غونډه کې وکړې.
د غونډې کډونوالو لخوا له دغه بورډ سره د ۱۷ بیلینه ډالرو د مرستې ژمنه وشوه چې لس میلیارده به یې خپله امریکا او پاتې به یې نور هېوادونه ورکوي.
ولسمشر ټرمپ وویل:
"زه په خوښۍ اعلان کوم چې قزاقستان، اذربایجان، متحده عربي امارات، مراکش، بحرین، قطر، سعودي عربستان، ازبکستان او کویټ ټولو د غزې د مرستو د بستې لپاره له اووه میلیارده ډالرو څخه زیاتې مرستې برابرې کړې دي."
ټرمپ وړاندې وویل، هر ډالر چې لګول کېږي، د ثبات په برخه کې پانګونه ده… موږ غواړو یو همغږی او ارام منځنی ختیځ ولرو.
ولسمشر ټرمپ د ایران د ملايانو لپاره د وروستۍ کرښې په اړه وویل:
"اوس وخت دی چې ایران له موږ سره په هغه لاره یو ځای شي چې موږ یې تعقیبوو او بشپړه یې کړو. که دوی زموږ سره یو ځای شي، دا به ښه وي. که یو ځای نه شي، هغه به هم ښه وي، خو لاره به یې بشپړه بله وي. هغوی نشي کولای چې د ټولې سیمې ثبات ته دوامدار ګواښ پېښ کړي."





Comments