top of page

واشنګټن پوسټ: چای له اوږده عمره تر دماغي روغتیا پورې پنځه روغتیايي ګټې لري

  • سرچینه
  • Aug 21
  • 3 min read

 

له اوبو وروسته، چای په نړۍ کې تر ټولو ډېر څښل کېږي او د نړۍ نږدې دوه پر درېیمه برخه خلک یې څښي.


له همدې امله، ساینسپوهانو د لسیزو په اوږدو کې د چایو د احتمالي روغتیايي ګټو په اړه سلګونه څېړنې کړې دي.


د امریکا معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د اګسټ په شلمه نېټه د پنجشنبې په ورځ په یو تازه راپور کې لیکلي، څېړنو ښودلې چې په چایو کې موجود مرکبات د وینې د رګونو په ساتنه کې مرسته کوي، التهاب یا پړسوب کموي، د ارامۍ سبب کېږي او ښایي د کولمو ګټورو میکروبونو ته هم وده ورکړي.


راپور لیکي، یوه عادي پیاله چای ګڼ انټي‌اکسیډانټونه، پولیفینولونه او نور ګټور نباتي مرکبات لري.


شین، تور، سپین او اولونګ چای ټول د Camellia sinensis په نوم له یوه بوټي څخه ترلاسه کېږي.



د دوی د خوند، رنګ او بڼې توپیر د چایو د پاڼو د پروسس او زړېدو له طریقې سره تړاو لري.


خو د بوټو چایونه، لکه بابونه، نعنا، هیبسکوس او زنجبیل، له بوټو، مصالو او ګلانو څخه جوړېږي او عموماً کافین نه لري.


۱- له اوږد عمر سره تړاو:


د چایو په اړه یوه تر ټولو ثابته علمي موندنه دا ده چې د چایو څښونکی عموماً د هغو کسانو په پرتله لږ څه اوږد ژوند کوي چې چای نه څښي.


واشنګټن پوسټ لیکلي، په یوې لویې څېړنه کې نږدې نیم میلیون کسان تر لسو کلونو ډېر وڅارل شول.


پایلو وښودله چې هغه کسان چې هره ورځ یې له دوو تر دریو پیالو چای څښلی و، د هغو کسانو په پرتله چې ډېر کم یا هېڅ چای یې نه څښه، د مطالعې په موده کې یې د مړینې کچه شاوخوا ۱۳ سلنه ټیټه وه.


خو څېړونکي ټینګار کوي چې دا یوازې یو ارتباط دی؛ په دې معنا نه ده چې ثابته شوې چای په مستقیم ډول د اوږد عمر لامل کېږي.


۲- د زړه او وینې رګونو لپاره ګټه:


ورځپاڼې لیکلي، څېړنو ښودلې چې چای د وینې د رګونو په ساتنه او ارامولو کې مرسته کولای شي.


په یوې کلینیکي څېړنې کې د زړه د شریانونو (رګونو)  ناروغي لرونکو کسانو ته د څلورو اوونیو لپاره هره ورځ شاوخوا درې پیالې تور چای ورکړل شو.


څېړونکو وموندله چې د هغوی د وینې د رګونو فعالیت ښه شوی و.


څو نورو کلینیکي څېړنو هم ښودلې چې د تور او شین چای ورځنی استعمال ښایي د وینې فشار لږ راټیټ کړي.


۳- د میتابولیک روغتیا او التهاب لپاره ګټه:


واشنګټن پوسټ لیکلي، چای د دویم ډول شکرې (ټایپ ټو ډیابېټ) د مخنیوي تضمین نه کوي، خو ښایي د میتابولیک روغتیا په ځینو برخو کې مرسته وکړي.


ځینو کوچنیو کلینیکي څېړنو ښودلې چې تور چای له خوړو وروسته د وینې د شکر د ناڅاپي لوړېدو په کمولو کې مرسته کولای شي.


په یوې بلې څېړنې کې د دویم ډول شکرې لرونکو کسانو د درېیو میاشتو لپاره هره ورځ درې پیالې تور چای وڅښه.


د هغوی په بدن کې د هغو ځانګړو دفاعي حجرو شمېر زیات شو چې د التهاب یا پړسوب په کمولو کې رول لري. د ډېرو ګډونوالو د التهاب یوه نښه، C-reactive protein (CRP)، هم راټیټ شو.


۴- د کولمو روغتیا:


تور او شین چای د پولیفینولونو بډایه سرچینې دي. دغه نباتي مرکبات د کولمو د ګټورو باکتریاوو وده هڅوي.


څېړنو موندلې چې تور چای د هغو باکتریاوو شمېر زیاتولای شي چې لنډ ځنځیري شحمي اسیدونه تولیدوي. دغه مواد د لویو کولمو په ساتنه، د التهاب په کمولو او د اشتها کمونکي هورمون GLP-1 په ازادېدو کې رول لري.


۵- د دماغ، تمرکز او ارامۍ لپاره ګټه:


چای او قهوه دواړه کافین لري، نو دواړه د ویښتیا، تمرکز او پاملرنې په زیاتولو کې مرسته کولای شي.

خو د ځینو خلکو لپاره چای ښایي غوره وي، ځکه د قهوې په پرتله د شپې خوب لږ ګډوډوي.


په یوې څېړنې کې، د ورځې څلور پیالې قهوې او څلور پیالې تور چای د ویښتیا او ذهني فعالیت په برخه کې ورته اغېزې درلودې، خو د چای څښونکو د شپې خوب لږ ګډوډ شوی و.


تور، سپین او شین چای L-theanine هم لري. دا یو امینو اسید دی چې څېړنو د فشار په کمولو، د مزاج په ښه کولو او ارامۍ سره تړلی دی.


لنډه پایله:  د څېړنو له مخې، په منظم ډول د چای څښل د اوږد عمر، د زړه او وینې رګونو، میتابولیک او کولمو روغتیا او همدارنګه د تمرکز او دماغي فعالیت له ګټو سره تړاو لري.

 
 
 

Comments


News Text.png
bottom of page