د ایران د جګړې شپږمې میاشتې ته په نېږدې کېدو، د قطر لومړی وزیر تهران ته تللی
- سرچینه
- 7 days ago
- 3 min read

د قطر لومړی وزیر، چې له ایران سره د امریکا په جګړه کې یو مهم منځګړی دی، د پنجشنبې په ورځ په تهران کې و، څو له لوړپوړو ایراني چارواکو سره خبرې وکړي؛ په داسې حال کې چې جګړه شپږمې میاشتې ته نږدې کېږي او د پای ته رسېدو کومه روښانه نښه یې نه لیدل کېږي.
د امریکا معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د اګسټ په اوه ویشتمه نېټه په خپل راپور کې لیکلي، د قطر لومړي وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وکتل.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په تهران کې خبرې د "خبرو اترو لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کولو" او په هرمز تنګي کې د "سمندري تګ راتګ د ازاد ساتلو" پر موضوعاتو متمرکزې وې.
تهران ته د شیخ محمد سفر په داسې وخت کې کېږي چې د ایران او قطر ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
یوه ایراني جنرال په دې وروستیو کې قطر تورن کړ چې درې ایراني پیلوټان یې نیولي، چې د جګړې په لومړیو کې یې الوتکې ویشتل شوې وې؛ خو قطر دا ادعا ردوي.
وروسته له هغې چې امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران برید وکړ، قطر له ۷۰۰ څخه د زیاتو توغندیزو او ډرون بریدونو سره مخ شوی چې پړه یې پر تهران اچولې ده؛ په دغو بریدونو کې د طبیعي ګاز پر تاسیساتو بریدونه هم شامل دي.
تېره میاشت قطر ایران تورن کړ چې په هرمز تنګي کې یې د دغه هېواد د ګازو یوه ټانکر بېړۍ په نښه کړې ده.
قطر، چې د امریکا د پوځ یوه ستره اډه پکې ده، د جون په میاشت کې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د اوربند په منځګړیتوب کې مرسته وکړه.
د دغه اوربند موخه دا وه چې جګړه ودرول شي او د تلپاتې سولې لپاره خبرو اترو ته لاره هواره شي.
خو دغه هوکړه وروسته له منځه ولاړه، چې لوی لامل یې د هرمز تنګي پر سر اختلافات وو.
دغه تنګی د تېلو او ګازو د لېږد لپاره یوه مهمه سمندري لار ده چې د ایران د سویلي ساحل په اوږدو کې پرته ده او تهران او واشنګټن دواړو پرې بندیز لګولی دی.
له څو اوونیو راهیسې ایران او عمان، چې هغه هم له هرمز تنګي سره پوله لري، په دې اړه خبرې کوي چې د دغه تنګي له لارې یوه موقتي لار پرانیستل شي، خو تر اوسه کومه هوکړه نه ده اعلان شوې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د پنجشنبې په ورځ په تهران کې د خبرو پر مهال، په تنګي کې د وړاندیز شوې لارې ترڅنګ، له ماینونو څخه د اوبو د پاکولو پر هڅو هم خبرې وشوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل چې د شیخ محمد سفر به د قطر پر روانو منځګړیتوب هڅو متمرکز وي. سمدستي روښانه نه وه چې ایا د ورکو ایراني پیلوټانو موضوع به هم په خبرو کې مطرح شي که نه.
سید محمد باقرزاده، هغه جنرال چې ادعا یې کړې وه قطر پیلوټان نیولي، روانه میاشت وویل چې دغو کسانو د مارچ په دویمه، د جګړې له پیل څو ورځې وروسته، په یوه عملیات کې د Su-24 جنګي الوتکو الوتنه کوله. د هغه په وینا، الوتکې یې د "دښمن د دفاعي سیستمونو" له خوا وویشتل شوې، پیلوټانو له الوتکو ځانونه وغورځول او وروسته د قطري چارواکو له خوا ونیول شول.
قطري چارواکو د ایران پر دې ادعا حیرانتیا څرګنده کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ښاغلي الانصاري، تېره اوونۍ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې تهران ته بلنه ورکړل شوې وه څو د قطر پلازمېنې دوحې ته یو تخنیکي ټیم واستوي او د پیلوټانو د لټون عملیات وڅېړي، خو ایران داسې ونه کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د دغو پیلوټانو برخلیک لا هم روښانه نه دی.
له دغو کړکېچونو سره سره، قطر له پاکستان سره یوځای د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ په شخړه کې د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړی دی.
پاکستاني چارواکي د دوشنبې په ورځ په تهران کې وو او ویې ویل چې د جون میاشتې د اوربند د هغې هوکړې د شرایطو د بېرته ټینګولو لپاره یې "ډېرې مثبتې او ګټورې" ناستې کړې دي چې پاکستان یې په منځګړیتوب کې مرسته کړې وه. د عمان د بهرنیو چارو وزیر هم روانه اوونۍ په ایران کې و، څو د هرمز تنګي له لارې د بېړیو پر تګ راتګ خبرې وکړي.
له دې پراخو ډیپلوماتیکو هڅو سره سره، د جګړې د حل هڅې لا هم په ټپه ولاړې دي.
د ټرمپ ادارې روانه اوونۍ د ایران او له ایران سره د تړلو ۶۰ بنسټونو پر وړاندې یو لړ نوي اقتصادي محدودیتونه اعلان کړل او دغه اقدامات یې "اقتصادي D-Day" وبلل.





Comments