top of page

نیویارک ټایمز: ټرمپ د هرمز تنګي په اړه عمان ته ګواښ وکړ

  • سرچینه
  • 6 days ago
  • 2 min read

ولسمشر ټرمپ وویل که ایران او عمان د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د یوې موافقې پر لور ولاړ شي، نو جدي پایلې به ولري.


د امریکا معتبرې ورځپاڼې د مې په اوویشتمه نېټه په یو راپور کې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې کړي.


ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د خلیج هېواد عمان ته، چې د امریکا متحد دی، خبرداری ورکړ چې له ایران سره دې د هرمز تنګي د ګډ کنټرول هېڅ ډول تړون نه کوي، کنه د امریکا د بمبارۍ له کمپاین سره به مخ شي.


ټرمپ د دې ګواښ له کولو لږ وروسته وویل چې فکر نه کوي امریکا به داسې اقدام ته اړتیا پیدا کړي.


هغه د کابینې د غونډې پر مهال د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "عمان به د نورو ټولو په شان چلند کوي، کنه موږ به یې بمبار کړو. هغوی په دې پوهېږي. هر څه به سم وي."


ایران له عمان سره د داسې یو سیستم د جوړولو په اړه خبرې کړې دي چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو څخه فیس واخلي، او دا کار د ټرمپ ادارې هغه خبرداری له پامه غورځوي چې ویلي یې وو د دې مهمې نړیوالې اوبو لارې د تېرېدو لپاره باید پیسې وانه خیستل شي.


ټرمپ وویل که دواړه هېوادونه داسې یوې موافقې ته ورسېږي، نو جدي پایلې به ولري.


هغه وویل: "تنګی به د ټولو لپاره خلاص وي. هېڅوک به پرې کنټرول ونه لري. موږ به یې څارنه کوو. موږ به یې څارو، خو هېڅوک به پرې واک ونه لري."


د عمان د بهرنیو چارو وزارت سمدستي د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنه کړ.


امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران برید وکړ، چې له امله یې څو میاشتنی جګړه پیل شوه او ګاونډیو هېوادونو ته هم وغځېده.


ایران په ځواب کې دغه تنګی وتاړه، چې د نړیوال تجارت لپاره یوه مهمه لار ده، او نړیوال مالي بازارونه یې ولړزول.


سره له دې چې د تنګي د ژر پرانیستلو لپاره د احتمالي موافقې خبرې روانې دي، خو د چټک ډیپلوماتیک پرمختګ امکان د چهارشنبې په ورځ کم ښکارېده، ځکه امریکا او ایران په دې اوونۍ کې خپل تاوتریخوالی نور هم زیات کړی دی.

 
 
 

Comments


News Text.png
bottom of page