top of page

نیویارک ټایمز: ټرمپ د اوربند او د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ایران وړاندیز رد کړ

سرچینه
Sep 26
3 min read

د امریکا باوري ورځپاڼې نیویارک ټایمز د سپټمبر په شپږویشتمه نېټه، د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې ولسمشر ټرمپ د ایران د اوربند وروستی وړاندیز رد کړی دی.


ایران وړاندیز کړی و چې د امریکا د امتیازونو په بدل کې به د هرمز تنګی بېرته پرانیزي او د خپل اټومي پروګرام په اړه به خبرې بیا پیل کړي.


ټرمپ د شنبې په سهار له سپینې ماڼۍ څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: "هغوی یو وړاندیز وکړ، خو ما رد کړ."


کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا تمه لري د نومبر له منځمهاله ټاکنو وروسته پوځي بریدونه بیا پیل کړي، ټرمپ له څرګند ځواب ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې ایران غواړي "داسې هوکړه وکړي چې له مخې یې تنګی سمدستي پرانیزي، ځکه چې ډېر سخت زیان ویني."


د ټرمپ دا رد د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو په نږدې اووه ‌میاشتنۍ جګړه کې وروستی بدلون و؛ هغه جګړه چې په اوږدو کې یې بمبارۍ، د سولې وړاندیزونه، ستر ګواښونه او ضدونقیض پیغامونه یو په بل پسې تکرار شوي دي.


ټرمپ وروسته له هغه د ایران وړاندیز په ښکاره رد کړ چې سلاکارانو یې د روانې اوونۍ په پیل کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال له ایراني چارواکو سره درې ساعته ناسته کړې وه.


ټرمپ ملګرو ملتونو ته په خپله وینا کې ایران ته وروستی خبرداری ورکړ او ویې ویل چې مشران یې یا له امریکا سره هوکړه کولای شي، یا د بشپړې تباهۍ له خطر سره مخ کېدای شي.


ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ په خپله وینا کې وپوښتل: "ایا له ایران سره به داسې هوکړه وشي چې هغوی ته د بیارغونې او تر پخوا د ډېر ستر هېواد د جوړولو فرصت ورکړي؛ ښايي د منځني ختیځ یا ان د نړۍ له تر ټولو سترو هېوادونو څخه یو؟"


هغه زیاته کړه: "که زه اسلامي جمهوریت له منځه یوسم، او دا کار ژر وکړم، څو بیا هېڅکله د خلکو او هېوادونو د وژلو او ویجاړولو فرصت ورنه کړم؟"


ټرمپ دا هم وویل چې ښايي ایران جګړه تر منځمهاله ټاکنو پورې اوږدوي، په دې هیله چې ټرمپ او جمهوري ‌پالانو ته سیاسي زیان ورسوي. د هرمز تنګي تړل کېدو، چې د تېلو او ګازو د لېږد یوه مهمه سمندري لاره ده، په ټوله نړۍ کې د انرژۍ بیې لوړې کړې دي.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هغه اووه ‌ماده اییز وړاندیز چې ټرمپ رد کړی، تر ډېره هغو ژمنو ته ورته و چې د جون په میاشت کې د امریکا او ایران ترمنځ په یوه تفاهم‌لیک کې شوې وې، خو هغه تفاهم ډېر ژر له منځه ولاړ.


عراقچي زیاته کړه چې "ښه به وي" که د امریکا له منځمهاله ټاکنو مخکې هوکړه وشي.


هغه وویل، وړاندیز شوې هوکړه به د لبنان په ګډون د اوو ورځو لپاره جګړه ودروي.


د دې هوکړې له مخې به امریکا مکلفه وي چې د ایران کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي، چې ارزښت یې لږ تر لږه ۱۲ میلیارد ډالره اټکل شوی؛ د ایران پر تېلو له بندیزونو معافیت ورکړي؛ او د ایران سمندري محاصره پای ته ورسوي. بیا به په وروستۍ ورځ د هرمز تنګی پرانیستل شي.


له دغو اوو ورځو وروسته به د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې بیا پیل شي.


ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې لا هم له ایران سره خبرو اترو ته چمتو دی.


هغه وویل: "هغوی غواړي هوکړه وکړي، او زما په اند دا ښه خبره ده؛ زه هم هوکړه کول خوښوم. خو هغه هوکړه به د منلو وړ نه وي."


 
 
 

Comments


News Text.png
bottom of page