top of page

د امریکا د استخباراتو ارزونه: سعودي عربستان د اټومي وسلو د جوړولو احتمال نه دی رد کړی

سرچینه
Sep 26
6 min read

امریکايي چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي، کانګرس ته په سپارل شویو پټو اسنادو کې د امریکا د استخباراتي ټولنې داسې ارزونه شامله ده چې سعودي عربستان د اټومي وسلو د پروګرام د جوړولو احتمال نه دی رد کړی.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سپټمبر په پنځه ویشتمه نېټه په دې اړه خپل راپور کې لیکلي، چې دې اندېښمنوونکې استخباراتي ارزونې د امریکا د ځینو قانون‌ جوړوونکو اندېښنې زیاتې کړې دي.


هغوی د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغې هوکړې په اړه اندېښمن دي چې له مخې یې امریکا له سعودي عربستان سره د ملکي اټومي پروګرام په جوړولو کې مرسته کوي. دوی وېره لري چې دا کار به د اټومي وسلې جوړولو ته لاره هواره کړي او په ناکراره منځني ختیځ کې به د وسلو سیالي پیل کړي.


دا اټومي هوکړه امریکايي شرکتونو ته اجازه ورکوي چې په سعودي عربستان کې د لسګونو بیلینو ډالرو په ارزښت د اټومي انرژۍ پروژې پیل کړي. د ټرمپ اداره هیله لري چې دا کار به د امریکا او سعودي اړیکې پیاوړې کړي او له روسیې او چین په څېر د امریکا له سیالانو سره به د سعودي د همکارۍ مخه ونیسي.


د جولای په میاشت کې د هوکړې د اعلان پر مهال، د ټرمپ ادارې وویل چې دا تړون به "د اټومي خوندیتوب، امنیت او د اټومي وسلو د نه خپرېدو د لوړو معیارونو په ساتلو او په ملکي اټومي ټکنالوژۍ کې د امریکا د سیالۍ د برلاسۍ په پیاوړي کولو سره، د امریکا او سیمې امنیت ته وده ورکړي."


خو مخ په زیاتېدو دیموکرات قانون‌ جوړوونکي اندېښنه څرګندوي چې دا هوکړه په سعودي عربستان کې نږدې شل سلنې ته د یورانیمو د غني کولو لاره پرانیزي. دې چارې دا وېره زیاته کړې چې ښايي ځینې اټومي مواد پوځي موخو ته واړول شي. په کانګرس کې د هوکړې د ارزونې ۹۰ ورځنۍ موده روانه ده، او قانون‌جوړوونکي کولای شي، که کافي ملاتړ ترلاسه کړي، د هوکړې د مخنیوي لپاره قانون تصویب کړي.


د ماساچوسټس د سناتور اېډ مارکي او د اورېګن د سناتور جېف مرکلي په مشرۍ د دیموکراتو سناتورانو یوې ډلې د جمعې په ورځ د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په لیک کې وویل:


"د دې هوکړې له لارې، د ټرمپ اداره له پخوانۍ تګلارې اوړي، نرم محدودیتونه مني او د سعودي غوښتنو ته غاړه ږدي. اداره له داسې بهیر سره موافقه کوي چې نږدې یقیني ده ریاض ته به د یورانیمو د غني کولو امکانات او ښايي د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا ورکړي."


چارواکو وویل، د بهرنیو چارو وزارت هم په هغو محرمو اسنادو کې خپل نظر شامل کړی و چې تېره میاشت کانګرس ته استول شوي وو. دغو چارواکو، د ځینو نورو په څېر، د یوې حساسې امنیتي موضوع په اړه د خبرو لپاره د نوم نه ښودلو غوښتنه کړې وه. د هغوی په وینا، د بهرنیو چارو وزارت د هوکړې پر تضمینونو او د سعودي حکومت پر ډاډګېرنو ډېر باوري ښکاري.


مرکلي واشنګټن پوسټ ته وویل چې امریکا باید په دومره مهمه موضوع کې یوازې د سعودي عربستان پر خبره باور ونه کړي.


هغه په مرکه کې وویل: "دا خبره بېخي پوچه ده." ده استدلال وکړ چې د سعودي غوښتنې، چې له بهر څخه د اټومي سون‌توکو د واردولو پر ځای په خپل هېواد کې د هغو د تولید امکان هم پکې شامل دی، ښيي چې ریاض داسې پروګرام غواړي چې موخې یې یوازې ملکي نه وي.


هغه وویل: "که دوی د اټومي وسلې د جوړولو نیت پرې ایښی وي، نو باید په خپل هېواد کې د غني کولو او بیا پروسس کولو له وړتیا هم تېر شي، سمه ده؟ هغوی به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پراخې پلټنې ومني."


د سعودي حکومت د واشنګټن پوسټ پوښتنو ته مستقیم ځواب ورنه کړ، خو د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان یوه پخوانۍ اعلامیه یې ورولېږله. په هغې کې ویل شوي وو چې پروګرام به "سوله‌ییز" وي او "د مسوولیت او روڼتیا په تر ټولو لوړه کچه" به جوړ شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هوکړې د خپل ملاتړ دفاع وکړه او واشنګټن پوسټ ته یې په یوه اعلامیه کې وویل چې امریکا "د سعودي د اټومي وسلو د پروګرام ملاتړ نه کوي او نه به یې وکړي."


وزارت زیاته کړه: "دا هوکړه د اټومي انرژۍ د همکارۍ د پراخولو او پیاوړي کولو اړتیا ته یو فعال او واقع‌بینانه چلند څرګندوي، او په عین وخت کې د اټومي وسلو د نه خپرېدو هغه تر ټولو پیاوړي معیارونه ساتي چې د ډیپلوماسۍ له لارې ترلاسه کېدای شي."


سي‌آی‌اې له تبصرې کولو ډډه وکړه.


دا هوکړه په لومړي پړاو کې د سعودي د یورانیمو غني کول تر پنځه سلنې لاندې محدودوي، خو له یوې اضافي څېړنې او لیکلې موافقې وروسته اجازه ورکوي چې دا حد شل سلنې ته لوړ شي؛ داسې کچه چې ترې یورانیم په نسبتاً چټکۍ د وسلو د جوړولو درجې ته غني کېدای شي. وال سټریټ ژورنال تر دې مخکې د غني کولو د دغو محدودیتونو په اړه راپور ورکړی و.


دیموکراتو قانون ‌جوړوونکو پوښتنه کړې چې د ټرمپ اداره څنګه داسې هوکړه مني چې شل سلنه غني کولو ته لاره پرانیزي، حال دا چې د ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۵ کال پر اټومي هوکړه یې سختې نیوکې کولې؛ هغې هوکړې د ایران د یورانیمو غني کول د ۱۵ کلونو لپاره تر ۳٫۶۷ سلنې محدود کړي وو.


بله اندېښنه د پلټنو بهیر دی. دا هوکړه سعودي عربستان نه مکلفوي چې د "اضافي پروتوکول" برخه شي.


 دغه پروتوکول له یوه هېواد څخه غواړي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د خپل اټومي پروګرام د سون‌توکو د دورې ټولو پړاوونو او څېړنیزو تاسیساتو ته د لاسرسي اجازه ورکړي.


کارپوهان اندېښنه لري چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره به ونه شي کولای معلومه کړي چې سعودي عربستان په نااعلان شویو تاسیساتو کې په پټه اټومي وسله جوړوي که نه.


د اټومي وسلو د نه خپرېدو شلو کارپوهانو، چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخوانی عمومي رییس هانس بلیکس هم پکې شامل دی، روانه اوونۍ کانګرس ته په یوه لیک کې ولیکل:


"د سعودي عربستان په څېر د یوه هېواد په قضیه کې دا باید د منلو وړ نه وي؛ هغه هېواد چې د اټومي انشطار یا ټوټه کېدو وړ موادو د تولید امکانات غواړي او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو ګواښ یې کړی دی."


د کارپوهانو یوه ډېره یادېدونکې اندېښنه په ۲۰۱۸ کال کې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان څرګندونې دي. هغه خبرداری ورکړی و چې که ایران اټومي وسله جوړه کړي، ریاض به هم دا کار وکړي.


هغه ویلي وو: "له شک پرته، که ایران اټومي بم جوړ کړي، موږ به هم ژر تر ژره همدا لاره تعقیب کړو."


د ټرمپ ادارې تېر کال د "مېډنایټ همر" عملیاتو پر مهال د ایران اټومي تاسیسات بمبار کړل، خو باور دا دی چې د ایران غني شوي یورانیم، که څه هم تر کنډوالو لاندې دي، لا هم خوندي پاتې دي. په همدې حال کې، د روان کال په پیل کې د جګړې له پيلېدو او د ایران د ستر مشر له وژل کېدو وروسته، د دغه هېواد مشرتابه لا سخت‌ دریځه شوی دی. دې حالت دا وېره زیاته کړې چې ښايي ایران د اټومي بم د ترلاسه کولو هڅې ګړندۍ کړي.


مارکي وویل: "دا ډېره څرګنده ده چې په ایران کې د جګړې له دوام سره، ایرانیان به د اټومي وسلو د پروګرام د جوړولو له خپلې وړتیا په کلکه دفاع وکړي. له همدې امله، په سعودي عربستان کې زموږ هر اقدام به په سیمه کې د اټومي وسلو یوه پراخه سیالي لا چټکه کړي."


ځینو دیموکراتانو د استخباراتي ټولنې ستاینه وکړه چې د سعودي عربستان له خوا د اټومي وسلو د جوړولو د ګواښ په اړه یې څرګندې خبرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادارې پخوا پر هغو استخباراتي چارواکو فشار راوړی چې ارزونو یې د ولسمشر پر تګلارو شکونه راپورته کړي وو.


د کلیفورنیا دیموکرات استازي براډ شرمن، چې هوکړه یې له نږدې ارزولې، وویل: "په استخباراتي ادارو کې پاتې رښتیا ویونکي په ډېرې سختۍ ځانونه ټینګ ساتي."


د هوکړې ملاتړي وايي چې امریکايي شرکتونه به په سعودي عربستان کې د ګټورو قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره په ښه موقعیت کې وي، او دا تړون به د چین او روسیې شرکتونه څنډې ته کړي او د امریکا او سعودي اړیکې به پیاوړې کړي.


خو دیموکراتان وايي چې تر ټولو ډېر احتمال دا دی چې د ولسمشر متحدین به ترې ګټه واخلي.


دیموکراتو سناتورانو روبیو ته په خپل لیک کې، د ولسمشر زوم او غیررسمي استازي ته په اشارې، وویل:


"جېرډ کوشنر، د بېلګې په توګه، د ټرمپ د لومړۍ ادارې په پای کې له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته، د سعودي له یوه دولتي پانګونې صندوق څخه دوه میلیارد ډالره پانګونه ومنله."


د قانون‌جوړوونکو په لیک کې راغلي: "په همدې حال کې، که دا هوکړه عملي شي، ویسټینګهاوس الېکټریک به د لسګونو میلیاردونو ډالرو عاید ترلاسه کولو فرصت ولري. د ویسټینګهاوس د ډېری ونډو مالک له نیومارک سره نږدې تړاو لري؛ هغه د املاکو شرکت چې د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک زامن یې اداره کوي او د یوې برخې مالکیت یې هم لري."


د کوشنر، ویسټینګهاوس، لوټنیک او نیومارک ویاندویانو د تبصرې غوښتنو ته ځواب ورنه کړ.


ځینې دیموکراتان، چې د نیویارک استازی ګرېګوري میکس هم پکې شامل دی، هیله لري چې د کانګرس د درې میاشتني ارزونې په موده کې د هوکړې د ردولو لپاره د یوه قانون په وړاندې کولو سره دا هڅه ودروي.


خو که دغه قانون د دوو پر درېیو رایو ملاتړ ترلاسه نه کړي، ټرمپ کولای شي ویټو یې کړي او هوکړه به په خپل اوسني شکل نافذه شي.


یو لوی خنډ ښايي د ټرمپ دا ټینګار وي چې سعودي عربستان باید د هوکړې د شرط په توګه له اسراییلو سره اړیکې عادي کړي. د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي وویل چې دا لا هم یو قطعي شرط دی. خو شنونکي وايي، تر هغه چې د اسراییلو حکومت د فلسطیني دولت جوړېدل ردوي، له ریاضه د اړیکو د عادي کولو تمه کمه ده.

 
 
 

Comments


News Text.png
bottom of page