نیویارک ټایمز: امریکا له نویو ګواښونو وروسته په بریتانیا کې له لویې هوايي اډې خپلې بمباروونکې الوتکې په بېړه وویستلې

د امریکا باوري ورځپاڼې نیویارک ټایمز د اکټوبر په څلورمه نېټه راپور ورکړی چې دوو امریکايي چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې امریکا د اوونۍ په پای کې په بېړه د خپل هوايي ځواک ټولې ۱۲ بيـ۱ بمباروونکې الوتکې د انګلستان په جنوب کې له یوې هوايي اډې وایستلې.
دا اقدام وروسته له هغه وشو چې قوماندانانو د دغې اډې پر ضد د ایران په ملاتړ د یوې دسیسې په اړه نوي ګواښونه ترلاسه کړل.
ورځپاڼه لیکي، چې دا ایستل خورا غیرمعمولي وو: په یوه داسې متحد هېواد کې چې پخپله د جګړې په حالت کې نه وي او د جګړې له ډګره زرګونه میله لرې وي، له یوې هوايي اډې دا ډول انتقال ډېر کم په دومره چټکۍ ترسره کېږي.
د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک له "فېرفورډ" اډې څخه د بمباروونکو الوتکو ایستل دومره بېړني وګڼل شول چې ځینې الوتکې او د الوتنې عملې یې لا هغه مهال روانې شوې چې امریکا ته یې د سفر د ملاتړ لپاره په هوا کې د تېلو ورکوونکې الوتکې په بېړه چمتو کېدې.
چارواکو وویل چې تر یکشنبې پورې لږ تر لږه درې الوتکې د امریکا په جنوبي ډکوټا ایالت کې خپلې اصلي اډې ته رسېدلې وې. دغو چارواکو د عملیاتي موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره د نوم نه ښودلو غوښتنه کړې وه.
د پنټګان اروپايي قوماندانۍ د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې بمباروونکې الوتکې له انګلستانه وتلې دي، خو د نویو خبرداریو په اړه یې له تبصرې ډډه وکړه.
قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې وویل: "موږ اوس تاییدولای شو چې ټولې هغه امریکايي بمباروونکې الوتکې چې د شاهي هوايي ځواک په فېرفورډ اډه کې ځای پر ځای شوې وې، په امریکا کې خپلو اصلي اډو ته ستنېږي.
د امریکا د هوايي ځواک بمباروونکې الوتکې په منظم ډول د نړۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، څو د ځواکونو د نړیوال چمتووالي او عملیاتي اړتیاوو ملاتړ وکړي."
نیویارک ټایمز لیکلي، چې د بریتانیا دفاع وزارت د امریکايي پوځي تجهیزاتو د لېږد په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.
امریکايي چارواکو د یکشنبې په ورځ د هغو نویو معلوماتو د ماهیت له روښانولو ډډه وکړه چې له امله یې بمباروونکې الوتکې په بېړه وایستل شوې.
ځینې دغه الوتکې یوازې تېره اوونۍ د ځواکونو د عادي نوبتي بدلون د یوې برخې په توګه اډې ته رسېدلې وې.
یوه امریکايي چارواکي وویل، نوي معلومات د هغو ګواښونو د خبرداریو یوه برخه وو چې درې اوونۍ مخکې څرګند شوي وو، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مشخص جزئیات او د خطر بېړنیوالی په څرګند ډول زیات شول او قوماندانان یې اندېښمن کړل.
د بمباروونکو الوتکو ناڅاپي ایستل یوه اوونۍ وروسته له هغې وشول چې د بریتانیا پولیسو پنځه سړي ونیول. هغوی د تېرې یکشنبې په سهار اډې ته نږدې په سپینو وېن موټرو کې تګ راتګ کاوه.
امریکايي بمباروونکو الوتکو له دې اډې د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو په جګړه کې کار اخیستی دی.
دغه کسان یوه ورځ وروسته، هغه مهال په ضمانت خوشې شول چې چارواکو په موټرو کې چاودېدونکي توکي ونه موندل.
خو پولیسو په وار وار ویلي چې دا کسان لا هم تر پلټنو لاندې دي. د پنجشنبې په ورځ یو بل کس چې د بریتانیا او ایران دوه ګونی تابعیت لري، د ترهګریزو کړنو د چمتو کولو په شک ونیول شو.
لومړي وزیر انډي برنهام تېره اوونۍ وویل، د بریتانیا حکومت باور لري چې ایران د دغو پېښو په پلانولو کې ونډه لرله.
امریکايي او بریتانوي چارواکي، او همدارنګه د جرمني او اسراییلو چارواکي، باور لري چې دا عملیات د ایران له سپاه پاسداران یا په تهران کې له یوه جلا پوځي مرکز سره تړاو لري.
ایران دا تورونه رد کړي دي.
دې پېښې چارواکي له ګڼو معماوو سره مخ کړي دي. هغوی هڅه کوي د تېرې اوونۍ پېښې سره وتړي او روښانه یې کړي؛ په دغو پېښو کې نیونې، په بېړه د ۸۵ کورونو تخلیه، د چاودېدونکو توکو د موندلو لپاره په موټرو کې د بم شنډوونکي روبوټ پلټنه، او د برنهام له خوا د ملي امنیت د غونډې رابلل شامل دي.
د جولای په میاشت کې د ایران سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی و چې امریکا ته د دې اډې د کارولو اجازه ورکول، د امریکايي اقداماتو "مسوولیت د لندن پر غاړه اچوي".
په اعلامیه کې راغلي وو: "هره اډه چې د ایران پر خاوره د بریدونو د پیل لپاره کارول کېږي، زموږ د ځواکونو لپاره مشروع هدف دی."
د هغو امریکايي چارواکو په وینا چې له معلوماتو خبر شوي وو، د سپټمبر په میاشت کې امریکايي پوځي قوماندانانو د امریکا او نورو لوېدیځو استخباراتي ادارو له خوا یو سخت اندېښمنوونکی خبرداری ترلاسه کړ: د فېرفورډ هوايي اډه د ایران په ملاتړ د یوه احتمالي برید هدف وه.
د مخابراتي اړیکو د څارنې، د مخبرانو د معلوماتو او نورو استخباراتي سرچینو په یوځای کولو سره، د یوې دسیسې مبهمې نښې راټولې شوې وې.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، د ده استخباراتي چارواکو هم خپلو بریتانوي سیالانو ته د ایران په ملاتړ د یوه احتمالي برید خبرداری ورکړی و، خو مشخص هدف یې نه و ښودلی.
محرمو ارزونو خبرداری ورکړی و چې په ورپسې احتمالي بریدونو کې ښايي بېپیلوټه الوتکې هم وکارول شي.
تېره میاشت له هغه لومړني خبرداري وروسته، په ټوله اروپا کې د چارواکو اندېښنې زیاتې شوې.
د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په وینا، اسراییلو جرمني ته خبرداری ورکړ چې هلته امریکايي اډې له زیات خطر سره مخ دي، او په ځانګړي ډول یې د "شپانګدالم" او "رامشتاین" اډې یادې کړې.
په بریتانیا کې د برید لپاره د ایران په ملاتړ یوه دسیسه به د یوه لوېدیځ هېواد پر وړاندې د تهران له خوا د کړکېچ یو ستر زیاتوالی وي؛ داسې اقدام چې ظاهراً به د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو په مشرۍ د جګړې غچ اخیستل وي.





Comments