نیویارک ټایمز: د ایران د جګړې لګښت ۴۳.۶ بیلینه ډالر اټکل شوی

د امریکا معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د سپټمبر په اتلسمه نېټه په یو راپور کې خبر ورکړی چې د ایران د جګړې لګښت د سپتمبر تر ۳مې پورې ۴۳.۶ میلیارد ډالر اټکل شوی دی.
ورځپاڼې لیکلي، چې پنټګان په روانه اوونۍ کې کانګرس ته ویلي چې بمونه، توغندي او نور مهمات د ټولو لګښتونو له ۶۰ سلنې څخه زیات جوړوي.
دا اټکل د لومړي ځل لپاره د هر یوه پوځي ځواک د لګښتونو غیرمحرمانه تفصیل وړاندې کوي، او همدارنګه د ځانګړو برخو، لکه د زیانمنو یا ویجاړو شویو وسلو، لګښتونه هم پکې شامل دي.
د بېلګې په توګه:
هوايي ځواک: ۶.۶ بیلینه ډالر؛ د لسګونو جنګي او بمبارو الوتکو د فعالیت لپاره.
سمندري ځواک: ۲.۲ بیلینه ډالر؛ د څه باندې دوو درجن جنګي بېړیو، چې څو الوتکهوړونکي هم پکې شامل دي، د ځای پر ځای کولو لپاره.
ځمکنی پوځ: ۱.۶ بیلینه ډالر؛ په سیمه کې د خپلو ځواکونو د ساتلو لپاره.
نیویارک ټایمز لیکلي، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په ټوله کې له ۵۰،۰۰۰ څخه زیات سرتېري د جګړې له ماموریت سره تړلي دي.
کانګرس ته ورکړل شوو معلوماتو ښودلې چې د جګړې له پیل، یعنې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، امریکايي پوځ شاوخوا ۲۸.۱ بیلینه ډالر پر مهماتو مصرف کړي دي. دې کار د ځینو مهمو وسلو، لکه د Patriot هوايي دفاعي توغندیو، نړیوالې زیرمې په جدي ډول کمې کړې او په اسیا او اروپا کې یې د امریکايي پوځي قوماندانۍ له زېرمو څخه هم استفاده کړې ده.
پنټګان د زیانمنو یا ویجاړو شویو جنګي الوتکو، وسلو او نورو تجهیزاتو د بېرته اخیستلو لپاره ۴.۳ بیلینه ډالر مصرف کړي دي.
همدارنګه، په سیمه کې د څو زرو ځانګړو عملیاتو سرتېرو د انتقال او ملاتړ لپاره ۶۳۳ میلیونه ډالر لګول شوي دي.
د جګړې په نورو برخو کې هم لګښتونه شوي دي. د کانګرس د یوه چارواکي په وینا، پوځ د امریکايي سرتېرو لپاره د "داخلي طبي ملاتړ" په برخه کې ۲۳.۵ میلیونه ډالر مصرف کړي دي.
پنټګان وايي چې په جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او له ۸۳۰ څخه زیات ټپیان شوي دي.
د امریکا د ترانسپورټ قوماندانۍ د اکمالاتو او تجهیزاتو د انتقال لپاره ۹۲.۱ میلیونه ډالر مصرف کړي، او د امریکا سایبري قوماندانۍ د "سایبري ملاتړ عملیاتو" لپاره ۱۰.۵ میلیونه ډالر لګولي دي.
د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې ویلي:
"موږ د افشا شویو اسنادو په اړه تبصره نه کوو او تل کانګرس په جریان کې ساتو."
واقعي لګښت ښايي تر دې ډېر وي:
نیویارک ټایمز د کانګرس د چارواکو د جمعې د ورځې هغه خبرې راخیستي چې د دفاع وزارت ورکړل شوې شمېرې نږدې په یقین سره له واقعي لګښتونو څخه کمې دي.
دوی یادونه وکړه چې پنټګان منلې چې په خپل اټکل کې یې د ۱.۵ بیلینه ډالرو تېلو او نورو لګښتونو حساب نه دی شامل کړی؛ دا هغه پیسې دي چې د ټرمپ ادارې د جګړې د لګښتونو د پوښښ لپاره یې په یوه اضافي بودجوي غوښتنه کې غوښتنه کړې ده.
همدارنګه، د ایران د بریدونو له امله د زیانمنو یا ویجاړو شویو امریکايي پوځي تاسیساتو د ترمیم یا بیا جوړولو لګښتونه هم په دغو معلوماتو کې نه دي شامل شوي.
په دغو تاسیساتو کې په منامه، بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو اډه هم شامله ده.
پنټګان ویلي چې ښايي ځینې دغه تاسیسات بېرته جوړ نه کړي. خو که امریکا یا د سیمې کوربه هېوادونه یې بیا جوړ کړي، د کانګرس د چارواکو په وینا، د دې کار لګښت ښايي لسګونو میلیاردونو ډالرو ته ورسېږي.
د دفاع وزارت د عمومي پلټونکي دفتر په روانه اوونۍ کې په خپاره کړي راپور کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت اټکل کړی چې په منځني ختیځ کې د امریکا سفارتونه، قونسلګرۍ او نور ډیپلوماتیک تاسیسات د ایران د بریدونو له امله شاوخوا ۱۸۴ میلیونه ډالر زیانمن شوي دي.
د کانګرس د بودجې دفتر اټکل:
د پنټګان له خوا کانګرس ته ورکړل شوي غیرمحرمانه اټکلونه د جګړې د مالي حسابونو په اړه یو نادر انځور وړاندې کوي؛ ځکه د دفاع وزیر پیټ هېګسېت او د هغه لوړپوړو مرستیالانو تر ډېره د جګړې مالي معلومات محدود ساتلي دي.
د کانګرس د بودجې دفتر (CBO) په روانه اوونۍ کې ویلي چې د اګست تر لومړۍ نېټې پورې د ایران جګړې متحده ایالاتو ته شاوخوا ۳۸ میلیارد ډالر لګښت اړولی او د امریکا د مهماتو زیرمې یې د پام وړ کمې کړې دي.
د CBO په ۱۹ مخیز تحلیل کې ویل شوي چې د دفاع وزارت د معلوماتو د غوښتنو ځواب نه دی ورکړی، له همدې امله د دفتر ارزونه محدوده وه.
CBO اټکل کړی چې که جګړه دوام وکړي، نو هره میاشت به شاوخوا ۲ تر ۳ میلیارد ډالرو پورې نور لګښت
ولري، او د امریکا د کم شویو مهماتو د زیرمو بېرته ډکول ښايي لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي.
د بودجې دفتر ویلي چې د پنټګان د معلوماتو د نه وړاندې کولو له امله یې د خپلې ارزونې لپاره د حکومت له ډیټابېسونو او عامه راپورونو څخه استفاده کړې ده.
د CBO اټکل د جولای په وروستیو کې د دفاع وزیر هېګسېت له څرګندونو سره نږدې برابر و. هغه هغه مهال ویلي وو چې د ایران جګړې تر هغه وخته ۳۷.۵ میلیارد ډالر لګښت اړولی و.
د هېګسېت او د ټرمپ ادارې له خوا تر ۷۰ میلیارد ډالرو پورې د بېړنیو پوځي لګښتونو غوښتنه شوې ده، څو د ایران د جګړې لګښتونه، د نویو وسلو اخیستل او د اضافي پرسونل لګښتونه پوښښ کړي.





Comments