top of page

نیویارک ټایمز: ولسمشر ټرمپ کولای شي حتی د همدې اوونۍ په پای کې په ایران برید وکړي

  • سرچینه
  • 5 days ago
  • 2 min read

واشنګټن - د ټرمپ ادارې او د پنټګان چارواکو ویلي چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو چټک ځای پر ځای کول دې پړاو ته رسېدلي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ کولی شي حتی د همدې اوونۍ په پای کې پر ایران پوځي برید وکړي. خو لا هم سپینې ماڼۍ ته دا ستره پرېکړه پاتې ده چې ډیپلوماسي تعقیب کړي که جګړه.

د امریکا معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د فېبرورۍ د ۱۸مې نېټې ماښام ناوخته چې په افغانستان او سیمه کې د فېبرورۍ له ۱۹مې سره سمون خوري په دې اړه په خپل یوه راپور کې لیکلي، ولسمشر ټرمپ لا تر اوسه نه ده ښودلې چې وروستۍ پرېکړه یې کړې ده.

خو د ایران د اټومي پروګرام، بالستیک توغندیو او د هغوی د توغولو اډو د نښه کولو لپاره د پراخ پوځي ځواک جوړول دوام لري سره له دې چې د سې‌ شنبې په ورځ غیر مستقیمې خبرې وشوې او ایران د دوو اونیو مهلت غوښتنه وکړه څو مفصل وړاندیزونه وړاندې کړي.

ټرمپ په وار وار غوښتنه کړې چې ایران باید خپل اټومي پروګرام پرېږدي، په ځانګړي ډول د یورانیمو غني کول ودروي.

دغه ډول د اسراییلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو هم د سخت اقدام غوښتنه کړې ده.

اسراییل هم چمتوالی نیسي:

نیویارک ټایمز لیکي، چې د اسراییلو چارواکو ویلي، له امریکا سره د ګډ برید احتمال لپاره جدي چمتووالی روان دی. د امنیتي کابینې غونډه هم مخې ته راوړل شوې. خو لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

پوځي جوړښت:

امریکا په سیمه کې لاندې ځواکونه زیات کړي دي:

دوه الوتکه وړونکې بېړۍ، چې یوه یې یو اس اس ګېرالډ فورډ او دوهمه یې یو اس اس ابراهام لېنکن ده.

له دې سر بېره په لسګونو نورې جنګي بېړۍ، له پنځوسو څخه زیاتې اضافي جنګي جټ الوتکې، په لسګونو د تېلو ډکولو الوتکې، د پټریاټ او تاد دفاعي سیستمونه او په سلګونو نور پوځي وسایل سیمې ته رسول شوي دي.

Ford بېړۍ له کارابین سیمې څخه حرکت کړی او ښايي د مدیترانې سمندر ته ورسېږي. احتمال شته چې لومړی د اسراییلو د ښارونو د دفاع لپاره ځای پر ځای شي.

احتمالي هدفونه:

نیویارک ټایمز وايي، د امریکايي جوړښت له مخې ښايي لاندې اهداف په نښه شي:

·       لنډ او منځ واټن توغندي

·       د توغندیو زېرمتونونه

·       اټومي تاسیسات

·       د سپاه پاسداران مرکزي دفترونه

د عملیاتو اندازه او پراخوالی به د ولسمشر ټرمپ وروستۍ پرېکړې پورې تړلی وي. 

خطرونه:

نیویارک ټایمز لیکي، دا به له تېر کال د ۱۲ ورځنۍ جګړې څخه ډېر پراخ وي. خطر شته چې ایران په ځواب کې پر اسراییلو او امریکايي اډو پراخ توغندیز بریدونه وکړي.

ټرمپ چې پخوا یې ژمنه کړې وه امریکا به له جګړو لرې ساتي، اوس د تېر کال په اوږدو کې لږ تر لږه د اووم پوځي اقدام احتمال ارزوي چې دا به د ایران پر ضد دوهم برید وي. 

سټراټیژیک بحث:

کارپوهان وایي: ډیپلوماسي امریکا ته د چمتووالي وخت ورکوي خو ایران ته هم د غچ اخیستو د پلان وخت ورکوي

د جانز هاپکنز پوهنتون کارپوه ویلي:

"ولسمشر باید د ایران پر برید د لګښت او خطر ارزونه وکړي. په یوه معنا، د هغه تګلارې دا لګښتونه زیات کړي دي."

پایله:

اوس مهال د ډیپلوماسي د ستر پرمختګ نښې نه لیدل کېږي.

خو د جګړې نښې ورځ تر بلې زیاتېږي.

 
 
 

Comments


News Text.png
bottom of page