شاه محمود میاخېل: د تروریزم مرکز پاکستان او افغانان د تروریزم قرباني دي
- مجاهد جواد
- Dec 19, 2025
- 2 min read

د جمهوریت غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مشر شاه محمود میاخېل د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د راپور په غبرګون کې وویل، چې د ترهګرو ډلو مرکزونه د ډیورنډ له کرښې پورې غاړه په پاکستان کې دي.
د ملګروملتونو په راپور کې راغلي، د اکتوبر پر ۹مه، په کابل ښار کې هوايي بریدونه وشول چې د راپورونو له مخې د تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي محسود یې په نښه کړی و، خو نوموړی له برید څخه ژوندی ووت.
دغه ډول راپور لیکي، چې د اکتوبر پر ۱۰مه، په پکتیکا ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان او د هغې اړوندې، د حافظ بهادر ګل ډلې، پر ضد هوايي برید ترسره شول.
شاه محمود میاخېل د ډیسمبر په ۱۹مه نېټه له سرچینې سره خبرو کې د ملګروملتونو په راپور کې د دغې شوې ادعا په اړه وویل،
"شواهد دا دي چې دوی چې کله په کابل حمله وکړه او همدارنګه پکتیکا کې نو د دوی هغه اهداف بیخي موجود نه وو بلکه ملکي کسان په کابل او هم په پکتیکا کې د کرکټ لوبغاړي دوی شهیدان کړل. دا د پاکستان د استخباراتو او سټراټیژیکه ناکامي وه. ځکه په سبا یې نور ولي محسود د ډیورنډ د فرضي کرښې نه اخواته راښکاره شو او ویډیو یې شریکه کړه چې زه په افغانستان کې نه یم. نو په همدې خاطر د پاکستان دغه ادعا چې د ټي ټي پي مرکزونه په افغانستان کې دي، سمه نه ده. د ټي ټي پي مرکزونه په شمالي او جنوبي وزیرستان کې، په بنو کې، په باجوړ، دیر او داسې نورو سیمو کې دي."
ښاغلي میاخېل وړاندې وویل، د ملګروملتونو د تروریزم ضد د کمېټې مرستیالي دا مهال له پاکستان سره ده او طبعي خبره ده چې هغوی هغه خبره کوي چې هغه د پاکستان په ګټه وي.
"دا وضحه ده چې مرکز د تروریزم، تربیه، تجهیز او ملاتړ دا ټول د پاکستان اسټبلېشمنټ یا د پاکستان پوځیان کوي."
شاه محمود میاخېل وړاندې وویل، که څه هم په افغانستان کې به یو شمېر ترورریستي کړۍ وي خو د هغوی ټولې اړیکې او ریښې له پاکستان میشتو ترهګرو ډلو سره دي چې د قوماندې مرکزونه یې په افغانستان کې نه بلکه په پاکستان کې دي.
د ملګروملتونو په دغه نوي راپور کې راغلي چې پاکستان په دوامداره توګه ټینګار کوي چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي او دا چې طالبان دغې ډلې ته پناه ورکوي؛ خو طالبان دا ادعا ردوي.





Comments