top of page

سېنډرز: دا نظر چې د امریکا ولسمشر به یوازې ځکه د ګرینلنډ د یرغل ګواښ وکړي چې ناروې هغه ته د نوبل جایزه نه ده ورکړې، رښتیا هم د شرم وړ ده

  • سرچینه
  • Jan 22
  • 1 min read

امریکايي سناتور برني سېنډرز ویلي، دا نظر چې د امریکا ولسمشر به یوازې ځکه د ګرینلنډ د یرغل ګواښ وکړي چې ناروې هغه ته د نوبل جایزه نه ده ورکړې، رښتیا هم د شرم وړ او مسخره ده.


ښاغلي سېنډرز په ټولنیزې شبکې اېکس یا پخواني ټوېټر باندې له یوې خپرې کړې ویډیوي لنډې وینا سره لیکلي، دا له بهرنۍ پالیسۍ سره هېڅ تړاو نه لري. دا د داسې یوه ولسمشر چلند دی چې د ځان‌خوښي او نازولي ماشوم په څېر عمل کوي، ځکه چې احساسات یې ژوبل شوي دي. دا کار د منلو وړ نه دی.

 
 
 

Comments


News Text.png
bottom of page