روبیو: له ایران سره په ممکنه خبرو کې د بالسټیک توغندیو واټن هم باید شامل وي
- سرچینه
- Feb 5
- 1 min read

واشنګټن - د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، که له ایران سره خبرې کېږي نو هغوی به اړ وي چې ځینې ځانګړې موضوګانې پکې شاملې کړي.
"په هغو کې د هغوی د بالستیک توغندیو واټن هم راځي، دغه ډول په ټوله سیمه کې د ترهګرو سازمانونو ملاتړ، اتومي پروګرام او له خپلو خلکو سره چلند."
روبیو د ۲۰۲۶ کال د فېبرورۍ په څلورمه نېټه یوې غونډې ته چې ویډیو یې د بهرنیو چارو وزارت پر پاڼو باندې خپره شوې د دې په اړه چې ولې د ایران رژیم نه شي کولی د ایران خلکو ته د ژوند هغه کیفیت برابر کړي چې حق یې لري وویل،
"هغوی د یوه شتمن هېواد ټولې سرچینې د ترهګرۍ په ملاتړ لګوي په ټوله نړۍ کې د نیابتي ډلو تمویل کوي، او لکه څنګه چې خپله یې بولي، خپله ‘انقلاب’ صادروي."
روبیو وویل، که ایرانيان د لیدنې غوښتنه ولري، موږ چمتو یو خو زه ډاډه نه یم چې له دغو کسانو سره هوکړې ته رسېدای شو که نه، خو موږ به هڅه وکړو چې دا معلومه کړو.
روبیو د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل، چې ډانلډ ټرمپ داسې ولسمشر دی چې تل د هرې شخړې او هرې ستونزې سوله ییزه حل غوره ګڼي.
د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه اي د روان کال د فیبرورۍ په لومړۍ نېټه ګواښ کړی و چې که امریکا پر ایران برید وکړي نو سیمه ییزه جګړه به راوپاروي.
هغه د خپلو پلویانو یوې غوندې ته د خبرو پر مهال دا هم ویلي و،
"د ایران او امریکا ترمنځ اختلاف چې ۴۰ کاله یې دوام کړی په دوه ټکو کې دی. امریکا غواړي ایران له ستوني تېر کړي او د ایران ملت او حکومت یې مانع دي."





Comments