top of page

د وینزوېلا ولسمشر په دوه ساعته عملیاتو کې تر نیول کېدو وروسته نیویارک ته رسول شوی

  • مجاهد جواد
  • Jan 4
  • 6 min read

انځور د سپینې ماڼۍ له فېسبوک پاڼې څخه اخېستل شوی

واشنګټن - د امریکا د معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، چې د وینزوېلا د ولسمشر نیکالوس مادورو پرضد ترسره شویو عملیاتو چې هغه پکې له خپلې مېرمنې سره نیول شوی یواځې دوه ساعته او شل دقیقې وخت نیولی.

نیویارک ټایمز د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی ښودل شوی راخیستي چې لږ تر لږه ۴۰ کسان چې ملکي وګړي او سرتېري پکې شامل دي په دې برید کې وژل شوي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا، دې عملیاتو ته تر ۱۵۰ زیاتې امریکايي الوتکې ولېږل شوې څو د هوايي دفاع سیستمونه له منځه یوسي، ترڅو پوځي هېلیکوپترونه وکولای شي ځانګړي عملیاتي ځواکونه د سهار په دوه بجې د مادورو پر استوګنځای د برید لپاره ور ورسوي. دې ټولو عملیاتو دوه ساعته او شل دقیقې وخت نیولی.

ورځپاڼې لیکي، نیکولاس مادورو د شنبې په ورځ نیویارک ښار ته ولېږدول شو څو د فدرالي نشه‌یي توکو اړوند تورونو سره مخ شي. دا څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د امریکا پوځ هغه او د هغه مېرمن د کاراکاس په ښار کې د یوې چټکې او پیاوړې پوځي حملې پر مهال ونیول. دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د نږدې سلاکارانو د هغې هڅې وروستۍ پایله وه چې مادورو له واکه لیرې کړي.

د شنبې په شپه ناوخته، ښاغلی مادورو د نیویارک بروکلین ته رسول شوی او د متروپولیټن توقیف مرکز کې به وساتل شي. دا خبره د قانون پلي کوونکي یوه چارواکي کړې چې د مادورو د لېږد له جزیاتو خبر دی، خو د موضوع په اړه د رسمي خبرو اجازه یې نه لرله کړې ده.

امریکايانو په وینزوېلا باندې د امریکا برید ته بېلابېل نظرونه څرګند کړي

د امریکا پخوانۍ مرستیاله ولسمشره کمېلا هېرېس او سناتور برني سېنډرز د هغو امریکایانو په ډله کې دي چې په وینزوېلا باندې یې د امریکا د هغه پوځي برید مخالفت کړی په کوم کې چې د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکايي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

د امریکا پخوانۍ مرستیاله ولسمشره کمېلا هېریس په خپلې اېکس یا پخواني ټوېټر پاڼه باندې لیکلي، چې د وینزویلا په اړه د ډانالډ ټرمپ اقدامات امریکا نه خوندي کوي، نه یې پیاوړې کوي او نه یې د خلکو لګښتونه راکموي.

"دا چې مادورو یو ظالم او نامشروع دیکتاتور دی، دا حقیقت نه بدلوي چې دا اقدام هم ناقانونه و او هم بې‌عقله. موږ دا کیسه مخکې هم لیدلې ده: هغه جګړې چې د حکومت د بدلون یا د تېلو لپاره د ځواک په نوم پلورل کېږي، پایله یې ګډوډي وي او بیه یې امریکايي کورنۍ پرې کوي."

نوموړې زیاتوي، امریکايي ولس دا نه غواړي، او هغوی له دروغو ویلو ستړي شوي دي.

امریکایي سناتور بړني سېنډرز هم په وینزوېلا باندې د امریکا له برید وروسته ویلي، د امریکا ولسمشر دا حق نه لري چې په خپله خوښه دا هېواد جګړې ته بوځي، حتٰی که د مادورو په څېر د فاسد او ظالم دیکتاتور پر ضد هم وي.

هغه په اېکس یا پخواني ټوېټر کې په دې اړه په خپلې یوې لنډې ویډیوي وینا کې ویلي، چې ډانالډ ټرمپ یو ځل بیا د اساسي قانون او د قانون د حاکمیت پر وړاندې خپل سپکاوی ښکاره کړ.

ښاغلي سېنډرز غوښتي چې کانګرس باید سمدستي د جګړې د واکونو پرېکړه ‌لیک تصویب کړي، څو دغه ناقانونه پوځي عملیات پای ته ورسوي.

"هغوی په ښکاره ډول د وینزویلا د تېلو د زېرمو چې په نړۍ کې تر ټولو سترې دي د کنټرول خبره کړې ده. دا څرګند امپریالیزم دی. دا د لاتینې امریکا په اړه د امریکا د مداخلو تر ټولو تیاره فصلونه راپه یادوي، چې ناوړه میراث یې پرې ایښی دی. دا باید د ډیموکراتیکې نړۍ لخوا وغندل شي."

برني سېنډز زیاته کړې، ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د ‘امریکا لومړی’ تر شعار لاندې کمپاین وکړ. هغه ځان د ‘سولې نوماند’ باله. په داسې حال کې چې ۶۰ سلنه امریکایان له یوې تنخوا تر بلې تنخوا پورې ژوند کوي، زموږ روغتیايي سیستم د ړنګېدو په حال کې دی، خلک د کور اخیستلو وس نه لري، او مصنوعي ځیرکتیا د میلیونونو دندو ګواښ کوي، اوس وخت دی چې ولسمشر د دې هېواد له کورنیو کړکېچونو سره تمرکز وکړي او په بهر کې خپلې پوځي ماجراجویۍ پای ته ورسوي. ټرمپ د امریکا د ‘ادارې’ په برخه کې ناکام شوی دی. هغه باید هڅه ونه کړي چې وینزویلا ‘اداره’ کړي.

بلخوا یو شمېر نورو امریکايي سیاستوالو او مشرانو یې تود هرکلی کړی،

ایلان مسک د امریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا د وینزوېلا د ولسمشر مادورو د نیول کېدو مبارکي ورکړې.

ښاغلي مسک په خپلې ټولنېزې شبکې اېکس لیکلي:

"مبارک شه ولسمشر ټرمپ! دا د نړۍ لپاره یوه بریا ده او هر ځای ظالمو دیکتاتورانو ته یو څرګند پیغام دی."


ایلان مسک د سپینۍ مانۍ د هغه ټویټ په ځواب کې دا څرګندونې کړي په کوم کې چې د امریکايي ځواکونو لخوا د مادورو تر نیول کېدو وروسته د هغه د یو انځور له خپرېدو سره لیکلي.

"نیکولاس مادورو د امریکا د USS  ایوو جیما ‌په جنګي بیړۍ کې دی."

دغه ډول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو ویلي،

"هیله ده خلک اوس پوه شوي وي. د امریکا ولسمشر د لوبو سړی نه دی. کله چې هغه تاسو ته وایي چې یو کار به کوي او یوه ستونزه به حلوي، نو په رښتیا یې هم بیا هاغسې کوي."

ښاغلی روبیو دا ادعا هم کړې، چې مادورو د وینزویلا ولسمشر نه دی، او د هغه رژیم قانوني حکومت نه ګڼل کېږي. دغه ډول وايي، چې مادورو د «کارتېل د لوس سولِس» مشر دی، چې یوه نشه ‌یي، ترهګره ډله ده او د یوه هېواد واک یې تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی. پر هغه دا تور هم دی چې متحده ایالاتو ته یې د نشه‌ یي توکو د لېږدولو په قضیه کې لاس درلود او تر عدلي تعقیب لاندې دی.

زما په لارښوونه، د امریکا وسله‌والو ځواکونو د وینزویلا په پلازمېنه کې یو فوق‌العاده پوځي عملیات ترسره کړل. دا د امریکا په تاریخ کې د پوځي ځواک او وړتیا له پلوه تر ټولو حیرانوونکی، اغېزمن او ځواکمن ننداره وه.»

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د جنورې په دریمه نېټه په وینزوېلا د پوځي عملیاتو خبر ورکړ‌.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ لخوا په یوې خبره شوې ویډیو کې چې شاخوا یې د امریکا د جګړې او بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون د کابینې یو شمېر غړي ولاړ دي وویل،

"زما په لارښونه، د امریکا وسلوالو ځواکونو د وینزوېلا په پلازمېنه کې یو فوق العاده پوځي عملیات ترسره کړل، دا د امریکا په تاریخ کې د پوځي ځواک او وړتیا له پلوه تر ټولو حیرانوونکې، اغېزمنه او ځواکمنه ننداره وه."

د برید له ترسره کېدو څو ساعته وروسته، ښاغلي ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات به په لنډ مهاله توګه "هېواد اداره کړي" تر هغې چې د واک د "خوندي، مناسب او سنجول شوي لېږد" لپاره شرایط برابر شي. دې څرګندونو د اوږدمهاله پوځي حضور امکان راپورته کړ.

هغه دا روښانه نه کړه چې ایا امریکايي ځواکونه به هېواد اشغال کړي که نه، خو زیاته یې کړه چې د "ځمکنیو ځواکونو د لېږلو" څخه ویره نه لري.

دغه ډول ولسمشر ډانالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته، د هغه مرستیاله ولسمشره ډیلسي رادریګز د هېواد د موقتي مشرې په توګه لوړه کړې ده.

د واشنګټن پوست د راپور له مخې، د وینزویلا سترې محکمې د شنبې په ماښام تایید کړه چې د مادورو د نشتون په صورت کې به مېرمن رودریګز د دغه هېواد د سرپرستې ولسمشرې په توګه دنده ترسره کړي.

نړیوال غبرګونونه:

روسیې، چین، مکسیکو، کیوبا، ایران او یو شمیر نورو هېوادونو د امریکا دا کړنه غندلې ده.

د امریکا تر ټولو نیږدې شریک هېواد بریټانیا چې د په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې یې په عراق باندې د امریکا په یرغل کې ونډه اخیستې وه د کاراکاس په چاپه کې یې د خپل هېواد نقش په بشپړ ډول رد کړی.

د بریټانیا صدراعظم کییر ستارمر د نړیوال قانون ته درناوي باندې یې ټینګار کړی او ویلي دي: "غواړم په دې اړه ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړم. بریټانیا په دې مساله کې هیڅ رول نلري."

د امریکا پر ضد لاریونونه:

نیویارک ټایمز دا راپور هم ورکړی چې د مادورو او د هغه د مېرمنې، سیلیا فلورس، له نیول کېدو څو ساعته وروسته د وینزویلا دولتي ټلویزیون د هېواد په بېلابېلو ښارونو، د پلازمېنې کاراکاس په ګډون، کې د ترسره شویو لاریونونو او مظاهرو خپرونه خپاره کړي. د مادورو پلویانو ژمنه کوله چې د خپل هېواد به د هغه څه پر وړاندې دفاع وکړي چې دوی یې "ناقانونه برید" او د خپل "مشروع" مشر تښتونه بولي.

 
 
 

Comments


News Text.png
bottom of page