top of page

د امریکا دهوا کیفیت: کابل د نړۍ څلورمه ککړه هوا لري

  • سرچینه
  • Dec 20, 2025
  • 2 min read

د امریکا متحده ایالتونو د هوا پیژندې نوې درجه بندي یا (US AQI) چې د ډیسمبر په ۱۹ نېټه شوې ښیي چې د افغانستان پلازمېنه کابل د نړۍ په کچه څلورم تر ټولو ککړه هوا لري.

اوس مهال د کابل ښار د هوا کیفیت ۲۴۸ درجې ښودل شوې. په دغې  لوړې ککړې درجې هوا کې د انسانانو او ژوو سا اخیستل ګواښونکی بلل شوی دی.

په عمومي ډول د هوا لږ تر لږه ۵۰ درجې،   صحي بلل کیږي خو دې سټنډرد ته په کتو د کابل هوا د پاکئ له اړخه پینځه برابره ککړه ده.   

په کابل کې د ډېرې مودې راهیسې بارانونه نه دي شوي. که چېرې ورښت او باران وشي نو ښايي هوا د یو وخت لپاره له اوسني حالت څخه پاکه شي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ پر اساس کابل ښار کې اوس مهال نیږدې پینځه میلیونه وګړي ژوند کوي، خو د د ښار اویا سلنه برخې کې ساختماني چارې غیر پلاني ترسره شوي دي. د دغه رپوټ پر اساس په ژمي کې د سوند توکو نه کنټرولیدل او د یو منظم ښاري پلان نشتون د هوا د ککړتیا لوی عاملونه دي.

بشیر نظري د کابل ښار یو اوسیدونکی سرچینې ته وویل د ماښام له خوا له کوره وتل ورته اسان کار ندی. د ده په وینا:  “په لارو کوڅو کې دود دی. که د ماسک پرته له کوره ووځې سترګې او مخ دې سوزي او لاره سمه نه لیدل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر راونې اونۍ کې هند ته سفر کړی او هلته یې د هندي چارواکو سره خبرې کړي دي. د هند دولت د افغانستان سره د چاپیریال ساتنې په برخې کې هم د همکارۍ اعلان کړی خو په دې اړه نور جزییات ندي اعلان شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې افغانستان کې هر کال ۳۸ زره کسان د هوا ککړتیا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. که څه هم هر کال کې د ۳۸ زره افغانانو مرګ د نړۍ په کچه لوی انساني ناورین بلل کیږي خو لا هم نړیواله ټولنه او د افغانستان واکمنان ندي توانیدلي چې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره اړین اقدامونه ترسره کړي.

د امریکا د متحده ایالتونو د هوا درجه بندۍ له مخې د هند پلازمېنه دیلي ښار د نړۍ تر ټولو ککړه هوا او ورپسې د پاکستان لاهور دویمه او همدا شان د کراچۍ ښار دریمه غیر صحي هوا لري.

له بلې خوا د ناروې پلازمېنه اوسلو ښار د نړۍ تر ټولو پاکه هوا لري او همدا شان د ایرلنډ ډابلن ښار او د مالیزیا کوچین ښار په ترتیب دویم او دریم د پاکې هوا خاوندان دي.

 
 
 

Comments


News Text.png
bottom of page