د ټرمپ حکومت امریکا ته د سفر بندیزونه او محدودیتونه پراخ کړل
- مجاهد جواد
- 2 days ago
- 1 min read
Updated: 8 hours ago

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ
د ټرمپ حکومت د سې شنبې په ورځ امریکا ته د فلسطین د خودمختارې ادارې او ۲۰ نورو هیوادونو په وګړو باندې د سفر د بندیزونو اعلان وکړ.
د ټرمپ حکومت پنځه نور هیوادونه - بورکینا فاسو، مالي، نایجر، جنوبي سودان او سوریه - او همدارنګه هغه خلک چې د فلسطین د خودمختارې ادارې لخوا صادر شوي اسنادو سره سفر کوي متحدو ایالتونو ته د بشپړ سفر بندیزونو په لیست کې شامل کړل، او په ۱۵ نورو هیوادونو یې نوي بندیزونه ولګول.
په دې سره د هغو هېوادونو شمېر ۳۹ ته ورسېدو چې امریکا ته یې د وګړو په سفر بندیز او محدودیت لګول شوی، په دوی کې یې اکثره افریقايي هیوادونه دي.
د ټرمپ ادارې په واشنګټن کې د شکرانې له ورځې یوه ورځ مخکې د یو افغان له خوا د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو له برید وروسته، ویلي و چې دا محدودیتونه به زیات کړي.


Comments