top of page

د وېنزویلا ولسمشر نیولو ته نړیوال غبرګونونه - شمالي کوریا نوي راکټونه ازمویلي دي

  • سرچینه
  • Jan 5
  • 2 min read

د امریکایي ځواکونو د تیرې ورځې په هغه برید کې چې د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو ونیول شو پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د اسوشیتد پرس خبري اژانس خبر ورکړی چې روسیې، چین د دغه اقدام غندنه کړې او نړیوالو قوانینو ضد کار یې بللی دی. نوموړو لویو قدرتونو د نظامي اقدام پر ځای د دیپلوماسۍ کارول غوره بللي دي.

له بلې خوا شمالي کوریا تیره ورځ نوي ای سي بي ایم یا د اوږده واټن ویشتونکي راکټونه ازمایلي چې دا کار په خپله کولی شي د سیمې امنیتي کړکېچ لا پراخ کړي. 

ایران، مکسیکو، برازیل او کیوبا هم د امریکا دغه برید غندلی او دا یې د وېنزویلا د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.

په ورته بریدونو کې د امریکا یو تر ټولو نیږدې شریک هېواد بریټانیا چې په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې یې په عراق باندې د امریکا په یرغل کې ونډه درلوده، د کاراکاس په چاپه کې یې د خپل هېواد نقش په بشپړ ډول رد کړی دی.

د بریټانیا صدراعظم کییر ستارمر نړیوال قانون ته په درناوي ټینګار کړی او ویلي یې دي: "غواړم په دې اړه ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړم. بریټانیا په دې مساله کې هیڅ رول نلري."

اروپايي ټولنې بیا د زغم غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې نړیوال قانون او بشري حقونه باید رعایت شي. 

 د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لیو د وېنزویلا په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده خو د امریکا نظامي برید یې نه دی غندلی.

هغه د ایکس په یو پبغام کې ویلي دي:

"د وینزویلا ولس خیر او هوساینه باید له هر بل مصلحت څخه لوړ وي. دا باید د تاوتریخوالي پای ته رسېدو ته لاره هواره کړي او د عدالت او سولې لارې ولټول شي."

د امریکا برید ته نړیوال غبرګونونه ښيي چې نړیوال سیاست څومره پېچلی شوی دی. ځینې هېوادونه دا اقدام د دیکتاتورۍ پر ضد ضروري ګام بولي، خو نور یې د نړیوال نظم لپاره خطرناک ساری ګڼي.

په ټوله کې، د وېنزویلا پر ضد د امریکا پوځي برید نړۍ په ښکاره ډول ووېشله یو لور ته ملاتړي، بل لور ته سخت مخالفین او په منځ کې هغه هېوادونه چې د سولې، ډیپلوماسۍ او  نړیوال قانون ته د درناوي غوښتنه کوي.

 

د امریکا ځانګړو ځواکونو تیره ورځ سهار وختي د وېنزویلا پلازمېنه کاراکاس کې د ولسمشر نیکولاس مدورو په کور چاپه وهلې چې په پایله کې دی او د ده میرمن نیول شوي، امریکا ته انتقال او اوس مهال په نیویارک کې بندیان دی.

د پلان له جزیاتو خبرې یوې سرچینې د جنورۍ په څلورمه نېټه واشنګټن پوسټ ته ویلي چې تمه ده په وینزوېلا کې له واکه لرې کړای شوی مشر به د دوشنبې په غرمه د نیویارک په منهاتن کې محکمې ته وړاندې شي.

 
 
 

Comments


News Text.png
bottom of page