امریکا کې د آیس ایجنټ په منېسوټا کې د عملیاتو پر وخت یوه ښځه په ډزو وژلې ده
- سرچینه
- Jan 8
- 2 min read
له ویډیو څخه غږ لېرې کړای شوی دی
واشنګټن - د امریکا د قوانینو د پلي کولو د فدرالي ادارې یا آیس یو ایجنټ د امریکا د منېسوټا ایالت په منیاپولیس ښار کې یوه ښځه د عملیاتو پر وخت په ډزو وژلې ده.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نویم په یوه خبري کانفرانس کې ویلي، د رینې ګوډ په نامه ۳۷ کلنه مړه شوې امریکايي مېرمن غوښتل د ایس ایجنټ په موتر ووهي او ایجنټ هم د خپل ځان د دفاع په خاطر په دغې ښځې ډزې وکړي.
د منېسوټا والي ټېم والټز دا خبره پروپاګند بللی او د دغه ایالت اوسېدونکو ته یې ویلي چې دوی کولای شي سولیز لاریونونه وکړي.
د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ مشرې ننسي پیلوسي دا پېښه یو اخلاقي شرم بللی.
میرمن پیلوسي په ټولنیزې شبکې اېکس لیکلي،
"په منیاپولیس کې د یوه مخ پټي فدرالي مامور لهخوا د یوې بې وسلې ښځې وژل کېدل یو اخلاقي شرم دی او د امریکايي ارزښتونو ښکاره خیانت بلل کېږي. تر اوسه د دې کار لپاره هېڅ توجیه نه ده وړاندې شوې—یوازې دروغجنې څرګندونې او له مسؤلینو د پاملرنې اړول."
هغې زیاته کړې، زموږ ملت باید دا تاوتریخوالی رد کړي او په روښانه او بې قید و شرط ډول یې وغندي.
بل پلو د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وېنس ویلي، بیا د ایس په پلوي او ملاتړ څرګندونې کړةي.
"زه غواړم د ICE هر افسر پوه شي چې د هغوی ولسمشر، مرستیال ولسمشر، او ټوله اداره ورسره تر شا ولاړه ده."
وېنس په ټولنیزې شبکې اېکس کې زیاته کړې ده، هغو افراطي کسانو ته چې پر دوی بریدونه کوي، هغوی افشا کوي، او ګواښونه ورته کوي: مبارک دې وي، موږ به لا نور هم په کلکه د قانون پلي کولو ته دوام ورکړو.
په ټولنیزو رسنیو باندې په خپرو شویو ویډیوګانو کې داسې ښکاري چې د امریکا په مېنیاپولیس ښار کې د ایس یو افسر په هغې ښځې په چټکۍ سره ډزې کوي چې د دوی په غوښتنه له خپل موټره نه کوزېږي او کوښښ کوي چې له دوی څخه ولاړه شي.
وروستي راپورونه وايي، چې له دغې پېښې وروسته ګڼ کسان سړکونو ته راوتلي او د دې کسانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.
ICE (Immigration and Customs Enforcement) د امریکا د قوانینو د پلي کولو فدرالي اداره ده.
د دغې ادارې په ماموریت دا دی چې، د کډوالۍ او تابعیت قوانین پلي کړي، د غیرقانوني کډوالۍ پر ضد اقدام وکړي، د انساني قاچاق، نشهیي توکو، وسلو او مالي جرمونو پر شبکو مبارزه وکړي او د ملي امنیت له ګواښونو سره مقابله وکړي.
د آییس اداره د چا په امر جوړه شوې ده؟
ICEد ۲۰۰۳ کال په مارچ کې د امریکا د کانګرس له تصویب وروسته، د ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ادارې پر مهال جوړه شوه.
دا اداره د کورني امنیت وزارت (DHS) تر چتر لاندې فعالیت کوي، چې هغه هم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې پېښو وروسته رامنځته شو.




Comments