د ایران پر ښوونځي بمبارۍ کې د وژل شویو ماشومانو کورنۍ د خامنه اي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ
- سرچینه
- Jul 6
- 4 min read

د لسګونو زرو هغو ماتم کوونکو ترمنځ چې د آیتالله علي خامنه يي د جنازې لپاره د تهران په مرکزي برخه کې راټول شوي، د سویلي ښار میناب د هغه ښوونځي د ماشومانو کورنۍ هم شته چې د ستر مشر په څېر، د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران د جګړې په لومړۍ ورځ په بمبارۍ کې وژل شوي وو.
واشنګټن پوسټ د جولای په پنځمه نېټه په یو راپور کې لیکلي، لږ تر لږه ۱۷۵ ملکي وګړي، چې ډېری یې د نجونو د لومړني ښوونځي زده کوونکې وې، په هغه برید کې ووژل شول چې داسې ښکاري د امریکا د ټوماهاک توغندي له خوا ترسره شوی و.
تر اوسه امریکا د دې برید مسؤلیت نه دی منلی او نه یې هم د کومې څېړنې پایلې خپرې کړې دي.
ورځپاڼه لیکي، په ایران کې د دغو ماشومانو وژنه د امریکا او اسرائیلو د ظلم او یوې ناعادلانه جګړې په یو پیاوړي سمبول بدله شوې ده.
مور او پلار او د کورنیو نورو غړو د اورګاډي، موټر او بس له لارې د ایران پلازمېنې ته شاوخوا ۸۰۰ میله سفر وکړ، او د یکشنبې په ورځ د جنازې د لمانځه لپاره د تهران لوی مصلی ته یووړل شول.
د لمانځه له پیل مخکې، د خلکو شمېر لا زیات شو، او لسګونه زره کسان په دې پراخ مذهبي مرکز کې راټول شول.
ډېرو ماتم کوونکو هیله لرله چې د خامنه يي زوی او ځای ناستی، مجتبی خامنه يي، به د خپل پلار له ترور وروسته د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې راڅرګند شي او د جنازې لمونځ به وکړي، خو هغه حاضر نه شو، ښايي د امنیتي اندېښنو له امله.

پر ځای یې، د علماوو د شورا غړي او مشهور دیني عالم، آیتالله جعفر سبحاني، د جنازې مراسم پر مخ یوړل.
د یکشنبې په مراسمو کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (IRGC) نوی ټاکل شوی قوماندان، احمد وحیدي، هم حاضر و.
هغه د حکومت له هغو پاتې لوړپوړو چارواکو څخه دی چې د نړۍ د دوو ځواکمنو پوځونو د څو میاشتو بریدونو وروسته، لا هم په واک کې پاتې شوي او حکومت یې لا ډېر سختدریځی شوی دی.
وحیدي هم د جګړې له پیل راهیسې پټ و.
کله چې خلکو هغه وپېژاند، د خلکو په منځ کې یو خوځښت رامنځته شو.
د جنازې تر لمانځه وروسته، د خلکو له یوې برخې داسې شعارونه پورته شول:
"وحیدي! وحیدي! غچ! غچ!"
د میناب پر ښوونځي برید د فبرورۍ په ۲۸مه، په هماغه ورځ ترسره شو چې آیتالله علي خامنه يي د خپل استوګنځي په ودانۍ کې، د خپلې کورنۍ له ځینو غړو او نورو لوړپوړو چارواکو سره یوځای ووژل شو.
۴۳ کلن حنظله صالحي، چې زوی یې په دغه ښوونځي کې وژل شوی، وویل چې هغه د خپل زوی د جسد د پېژندلو لپاره په سردخانه کې و، چې د ستر مشر د وژل کېدو خبر ورته ورسېد.
هغه وویل، د دغو دوو غمیزو پرله پسې تجربه هغه داسې حالت ته رسولی و چې ګواکې بې حرکته شوی وي.
هغه، چې د خپل زوی انځور لرونکې کمېس یې اغوستی و، وویل:
"موږ غواړو خپل غږ نړۍ ته ورسوو. زه غواړم نړۍ پوه شي چې له ایراني خلکو سره څه ډول چلند کېږي. دا لومړی جرم نه و، او ښايي وروستی هم نه وي."
د ایران حکومت د واشنګټن پوسټ خبریالانو ته، که څه هم تر سختو محدودیتونو لاندې او د دولتي لارښود او ژباړونکي په ملتیا، د جنازې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې وه.
دې کار ورځپاڼې ته دا لومړی فرصت برابر کړ چې د جګړې له پیل راهیسې له ایران څخه راپور ورکړي.
ورځپاڼه یادونه کوي چې د جنازې په مراسمو کې د مرکه شویو کسانو نظرونه ښايي د ټولې ایراني ټولنې استازیتوب ونه کړي، ځکه هغه کسان چې د حکومت مخالف دي یا پرې نیوکې کوي، له خطر سره مخ دي.
که څه هم امریکا د برید مسؤلیت نه دی منلی، خو د ویډیو شواهدو او د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، ښوونځی د امریکا د هدفونو په نوملړ کې شامل و، چې دا ښيي برید ښايي د امریکايي ځواکونو له خوا ترسره شوی وي.
پنټګان ویلي وو چې د پېښې په اړه یې څېړنه پیل کړې، خو له څلورو میاشتو ډېر وخت تېر شوی او لا هم کومه پایله نه ده خپره شوې.
په ایران کې دا برید یوه ملي غمیزه بلل کېږي.
د وژل شویو ماشومانو په یاد په دولتي ادارو، سوداګریزو مرکزونو او د ایران په سفارتونو کې یادګارونه جوړ شوي دي.
په تهران کې، د پلازمېنې په نړیوال هوايي ډګر کې د ښوونځیو بکسونه، ګلان او د ماشومانو بوټان د میناب د قربانیانو په یاد ایښودل شوي دي.
د خامنه يي د جنازې لپاره د میناب یوه ځانګړې غرفه هم جوړه شوې وه، چې د ماشومانو لسګونه انځورونه یې د تورې تختې، کتابچو او د ښوونځي د مېزونو تر څنګ ځړولي وو.
۳۹ کلنه فاطمه یاوري، چې د تهران ختیځ، سمنان، اوسېدونکې ده، له خپلو دوو ماشومانو سره د دې یادګار انځورونه اخیستل.
هغې وویل:
"د میناب ماشومان زما د خپلو ماشومانو په څېر دي. ما د ټولو لپاره داسې وژړل، لکه خپل ماشوم چې مې خاورو ته سپارلی وي. دا یوه ستره غمیزه وه."
میناب یو کوچنی ښار دی چې د هرمزګان په ولایت کې، د بندر عباس ښار ته نږدې، لویې پوځي اډې لري.
دا سیمه د ایران د صادراتو یو مهم مرکز ګڼل کېږي.
۳۹ کلن یاسر پور جمعه، چې د بندر کارګر دی، د بس او شخصي موټر له لارې ۲۴ ساعته سفر وکړ، څو د جنازې پر مهال د میناب د غرفې د تنظیم چارې پر مخ یوسي.
هغه وویل چې د میناب له برید وروسته، په سیمه کې د حکومت ملاتړ زیات شوی دی.
هغه وویل:
"خلکو درک کړه چې ستر مشر د خلکو څومره ملاتړ کاوه. حتی ځینې هغه کسان چې د نظام مخالف وو، بېرته ورسره یوځای شول."
وروسته له دې چې د شنبې په ماښام د خامنه يي د جسد عامه لیدنه پای ته ورسېږي، د هغه تابوت به د تهران په اوږدو کې په څو ساعته اوږده جنازه کې ولېږدول شي.
تمه کېږي چې په دې جنازه کې به د مصلی له مراسمو هم ډېر خلک ګډون وکړي، او دا به د ټول مراسمو تر ټولو ستونزمن لوژستیکي پړاو وي.
له جنازې وروسته به د خامنه يي جسد د ایران قم ښار ته، چې د اسلامي زده کړو یو مهم مرکز دی، ولېږدول شي.
وروسته به عراق ته، د نجف او کربلا ښارونو ته، چې د شیعه مسلمانانو سپېڅلي زیارتونه پکې دي، یوړل شي.
په پای کې به هغه د ایران په ختیځ کې، په خپل پلرني ښار مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.





Comments